په جرمني کې د ګیسو او بریښنا بیّې په زیاتیدا دي
د وروستیو نظر غوښتنو نتیجې ښئ چې د جرمني زیاتره ښاریز په خپل هیواد کې د ګیسو او دبریښنا د بیّو په اوڅاره توګه په زیاتیدا سخت اندیښمن شوي دي .
په جرمني کې د انرژۍ بیّې څو میاشتې کیږي ، چې ډيرې په زیاتیدا دي او دا تر ډیره حده په اوکراین کې د جنګ او د تیلو اوګیسو په ډګر کې له دوي سره د اړونده رامینځةشوو ، ناکراریو په دلیل دي .
د جرمني دفیډرل احصایو ادارې د راپور په اساس ، په جون کې د انرژۍ بیّې دتیر کال د ورته میاشت په نسبت اته دیرش فی صده زیاتې ګرانې شوي وې .
په جرمني کې انرژي ، د انفلیّشن دیوه اصلي محرک په توګه حسابیږي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ، دترټولو وروستیو نظر سنجیو نتیجې ښې چې د اوکراین د جنګ په نتیجې کې له روسیې د ګیسو د واردیدا کمښت ته په پام سره ، په جرمني کې د انرژیو د لګښتونو دزیاتیدا سبب شوي او ډیری جرمني چارواکي دغه وضعیّت ډير اندیښمن کړ ي د دي .
دجرمني داقتصادي چارو وزیر رابرټ هابک هم په همداوروستیو کې په بالټیک سمندر کې د نورډسټریم یو ګیسو د پایپ لاین له لارې د روسیې د ګیسو د بشپړ درولو په باب اندیښنه ښودلې ده .
وئيل کیږي ، چې دجولائي له یولسمې نیټې وروسته د نورډسټریم یو تړون د ګیسو پایپ لاین به په بشپړ ډول بند شي ، چې دې چارې د جرمني په خلکو کې اندیښنې لازیاتې کړي دي. د جرمني رسندیو راپور ورکړی ، دجرمني یو اویا فی صدي خلک له مالی نظره ، د ګیسو اوبریښنا دبیّتو په زیاتیدا ډير زیات اندیښمن شوي دي .