امریکا په سوریې کښې ترهګرو ته روزنه ورکوي
ایران پریس خبري اژانس وايي د روسیې د فاع وزیر سرګي شویګو پرون په استانبول کښې د ترکیې له دفاع وزیر خلوصي اکار سره په کتنه کښې د سوریې په خاوره کښې د امریکا د پوځیانو د شتون په غیر قانوني والي ټینګار سره وویل ټروریسټان په سوریې کښې د امریکا په اډو کښې پوځي روزنې کوي.
د امریکا پوځیان او دوې ته اړونده ترهګرې عناصر ډیره موده کیږي چې په غیر قانوني ډول په سوریې کښې دیره دي او د دغه هیواد د تیلو او د غلودانو د چورتالان کولو په ترڅ کښې د سوریې د خلکو او د حکومتي عسکرو پرضد هم بریدونه ترسره کوي.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په سوریې کښې د امریکا د عسکرو شتون د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ وبلله او زیاته یې کړه امریکا په مغرضانه ډول د سوریې د یوشمیر سیمو په نیولو سره په غیر قانوني ډول له دغو سیمو تیل غلا کوي.
د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخا رووا هم مخکې ویلي وو امریکا په غیر قانوني ډول د سوریې په شمال کښې د تیلو له څاګانو هره میاشت د دیرشو میلیونو ډالرو په اندازه تیل استخراجوي.
په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بصام صباغ څه موده مخکې د امنیت شورا په غونډې کښې په سوریې کښې د داعش ډلې د بیا راژوندۍ کولو لپاره د امریکا د هڅې خبر ورکړی و.
امریکا په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي ده.