امریکا په سوریې کښې ترهګرو ته روزنه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118806-امریکا_په_سوریې_کښې_ترهګرو_ته_روزنه_ورکوي
ایران پریس خبري اژانس وايي د روسیې د فاع وزیر سرګي شویګو پرون په استانبول کښې د ترکیې له دفاع وزیر خلوصي اکار سره په کتنه کښې د سوریې په خاوره کښې د امریکا د پوځیانو د شتون په غیر قانوني والي ټینګار سره وویل ټروریسټان په سوریې کښې د امریکا په اډو کښې پوځي روزنې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2022 00:38 Asia/Kabul
  • امریکا په سوریې کښې ترهګرو ته روزنه ورکوي

ایران پریس خبري اژانس وايي د روسیې د فاع وزیر سرګي شویګو پرون په استانبول کښې د ترکیې له دفاع وزیر خلوصي اکار سره په کتنه کښې د سوریې په خاوره کښې د امریکا د پوځیانو د شتون په غیر قانوني والي ټینګار سره وویل ټروریسټان په سوریې کښې د امریکا په اډو کښې پوځي روزنې کوي.

د امریکا پوځیان او دوې ته اړونده ترهګرې عناصر ډیره موده کیږي چې په غیر قانوني ډول په سوریې کښې دیره دي او د دغه هیواد د تیلو او د غلودانو د چورتالان کولو په ترڅ کښې د سوریې د خلکو او د حکومتي عسکرو پرضد هم بریدونه ترسره کوي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په سوریې کښې د امریکا د عسکرو شتون د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ وبلله او زیاته یې کړه امریکا په مغرضانه ډول د سوریې د یوشمیر سیمو په  نیولو سره په غیر قانوني ډول له دغو سیمو تیل  غلا کوي.

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخا رووا  هم مخکې ویلي وو امریکا په غیر قانوني ډول د سوریې په شمال کښې د تیلو له څاګانو هره میاشت د دیرشو میلیونو ډالرو په اندازه تیل استخراجوي.

په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بصام صباغ څه موده مخکې د امنیت شورا په غونډې کښې په سوریې کښې د داعش ډلې د بیا راژوندۍ کولو لپاره د امریکا د هڅې خبر ورکړی و.

امریکا په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي ده.