ورځپاڼو ته کتنه
د ایران او نړۍ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې آرمان ملي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکو لیکلي دي: له مکرون سره ۱۲۰ دقیقې خبرې اترې......
لاندې لولو چې د ایران ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ۲ ساعته ټیلیفوني تماس کښې د موافقې لپاره ضروري ضمانتونه او د ایران د ولس د اقتصادي ګټو تامینول ضروري وبلل.
د خبر په تفصیل کښې راغلي دي چې ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دغو ټیلیفوني خبرو کښې وویل: د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک صادریدل د ایران په ولس باندې د دباؤ اچولو په موخه یو کړکیچ جوړونکی اقدام و
سید ابراهیم رئیسي د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې د ایران خلاف د امریکې او ځینو اروپايي هیوادونو د نارغنده دریځونو او اقداماتو په غندلو سره زیاته کړه: د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک صادرول د سیاسي اعتماد د خرابیدو لامل شوي دي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر هم داشان د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره د ایران د سیاسي او اقتصادي ملګرتیاؤ د پام وړ ودې ته په اشارې سره د ایران خلاف د امریکې بندیزونه د نړیوال اقتصاد په تیره بیا د اروپا په تاوان وبلل.
هغه د هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو په هواري کښې د جنګ د اصالت په نفي کولو او د امنیتي باور جوړوې په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په یوکرین کښې د نښتو په ختمولو او د سیاسي خبرواترو له لارې د مسائلو په هوارولو کښې رول لوبولو ته تیار دی.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم په سیمه کښې د سیاسي بهیرونو په کامیابیدو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د رول لوبونې په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: د فرانسې حکومت د سوریې خلاف د سیمې د ځینو هیوادونو له پوځي عملیاتو سره د مخالفت په هکله د ایران له دریځه ملاتړ کوي.
هغه همد اشان نتیجې ته د ایټمي مذاکراتو د رسیدو په لاره کښې د فرانسې د رول لوبونې په دوام باندې ټینګار وکړ.
*/*/*/*/
اوس به له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼه راواخلو چې د یو کراین د جنګ د پایلو په هکله یې لیکلي دي: د تیَرو دوران ته د اروپا ستنیدول، د اروپا د ګیس او بریښنا ننۍ مسئله ده.
کیهان لیکلي دي، په داسې حال کښې چې اروپا تر هم دا څو میاشتې مخکښې پورې نورو هیوادونو ته سیاسي، اقتصادي، کلتوري او علمي مشورې ورکولې، نن سبا د یوکراین د جنګ له امله له داسې یو کړکیچ سره مخامخ شوې ده چې وړومبنۍ او وروستۍ مسئله او اندیښنه یې د ګرمو اوبو او ګیس او بریښنا تامینول دي.
مثلاً ډیلي میل د انګلستان د حالت په هکله لیکلي دي چې دغه هیواد د تیارو پړاؤ ته په ستنیدو دی.
کیهان په یو بل خبر کښې لیکلي دي چې د یمن د ملي نجات حکومت دفاع وزیر په دغه هیواد هیواد باندې د آل سعود په حمله کښې د صهیونیسټي رژيم لاس ګڼي.
خبر زیاتوي چې صهیونیسټان د یمن له جنګي وضعیته په ملاتړ او د جنګ دوام ته د سعودیانو په هڅولو او لمسولو سره په سُقطرا جزیره کښې د خپل نظر وړ سیاسي او سټراټیجکو ګټو په لټه کښې وو او هم دا وجه وه چې اماراتو په سُقطرا کښې تل ابیب ته سور قالین غوړولی دی.
کیهان بیا د صهیونیسټي رژیم د (ها آرتص) ورځپاڼې د یو رپورټ په حواله، د لبنان د حزب ا... اقتدار او د ګواښونو کارنده والي ته په اشارې سره لیکلي دي چې له حزب ا... سره د شخړو زیاتیدل د لبنان او نیواکي فلسطین په لانجمنې سرحدي سیمو کښې د (کاریش) د ګیس له میدان څخه د تل ابیب له خوا د ګیس د رایستلو خنډ ګرځیدلی دی.
صهیونیسټان وايي چې د حزب ا... په شتون کښې له دغه میدان څخه د ګیس د رایستلو هیڅ امکان نشته.
اخوا د اسرائیلو په جیلونو کښې اسیرو ۷۵ فلسطیني بندیانو په خپلې غیرقانوني نیول کیدنې باندې په اعتراض کښې په ډله ایزه توګه لوږتړ کړی دی.
کیهان هم داشان لیکلي چې امریکې او انګلستان ډیټا ته د ګډې لاسرسۍ یوه موافقه لاسلیک کړې چې د دواړو هیوادونو اطلاعاتي او پولیسي ارګانونو ته دا امکان ورکوي چې د کارونکو معلومات ترلاسه کړي.
او د ملګرو ملتو امنیت شورا د عراق په شمال باندې د ترکیې د تیري په هکله د بغداد په غوښتنه یوه بیړنۍ غونډه جوړوي. له بلې خوا په ملګرو ملتو کښې د عراق استازي د انقرې خلاف د پریکنده فیصلو د کیدو خبر ورکړی او ورته مهال په عراق کښې د ترکیې په اډو باندې پوځي حملو زور اخیستی دی او دا ټول کارونه د ترکیې د ایستلو لپاره د عراق د تحرکاتو نښې دي.
*/*/*/*/*/
د افغانستان ډیلي مسیر پخپل ویب سایټ کښې لیکلي چې کمزوري اقتصادي وضعیت افغان ماشومان سخت کار کولو ته اړ کړي دي.
په خبر کښې لولو چې نړیوالې رسنۍ وایي په وروستیو کې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی شوی دی چې له امله یې ماشومان او تنکي ځوانان شاقه کارونو ته اړ شوي دي.
دوی وایي، هم دا اوس لکونه ماشومان له کابل نیولې بیا تر مزار، هرات، ننګرهار او کندهاره پورې په لارو او سړکونو کښې کارونه کوي او هڅه کوي بیګا کور ته ډوډۍ یوسي. سرچینې وایي چې په ننګرهار کې لا هم سلګونه ماشومان د خښتو په بټیو کې کار کوي چې خورا ورته سخت دی. تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی بللی و او له نړیوالې ټولنې یې په دې برخه کې د پراخو مرستو غوښتنه کړې وه.
هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لیکلي چې امریکایي استخبارات له پراخو نیوکو سره سره وایي چې په افغانستان کې د دوی ماموریت بریالی و. واشنګټن ایګزامینر لیکي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې رییس ویلیام برنس د رسنیو له سختو پوښتنو سره مخ شوی دی، خو هغه ځان بریالی بولي.
ویلیام وایي ددې وړاندوینه هېچا نه وه کړې چې افغان حکومت به دومره په چټکۍ سقوط کوي، خو بیا هم د امریکا تر ټولو اداراتو سي ای اې په خپلو چارو کې بریالۍ وه. امریکایي رسنۍ وايي سره له دې چې د افغانستان پخواني حکومت د تمې پر خلاف په چټکۍ سقوط وکړ، د کابل په هوایي ډګر کې بریدونه وشول، خو د حیرانتیا خبره ده چې سي ای اې لا هم ځان بریالی بولي او پر خپل ماموریت ویاړي.
بهرنۍ ورځپاڼې
لا فېیر خپروندوې لیکلي چې روسیې په افغانستان او عراق کې د امریکا له تېروتنو عبرت وانه خیسته.
دغې نشریې په یو تحلیل کې لیکلي چې امریکا د اوږدو کلونو لپاره په افغانستان کې وه، ټولې نړۍ یې د تېروتنو او ستونزو ننداره کوله، له افغان جګړې امریکا ډېر درسونه واخیستل خو روسیې د درس اخیستلو کوښښ و نه کړ.
دغه نشریه لیکي له همدې امله روسیه هم په اوکراین کې ښکېله شوه او ټولې هغه تېروتنې یې تکرار کړې چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د ماتې سبب شوې. سرچینه لیکي امریکا په افغانستان کې په خپل ماموریت کې داسې تېروتنې درلودې چې له یوې خوا یې د امریکايي وګړو میلیاردونه ډالر مالیات پکې ولګول له بلې خوا یې د میلیونونه افغانانو پر ژوند منفي اغېز وکړ خو په پای کې هم بریالي نه شول چې دلته حضور ولري او خپلو موخو ته ورسېږي.
*/*/*/*/