اسلامی ایران د افریقا لوئې وچې ته ډير زیات اهمیّت ورکوي
د ایران خارجه وزیر په دوام کې ووئيل،له سیمې د بهرو ځینو هیوادونو لاسوهنې په لویدیځي آسیا اوافریقا کې د ځينو ترهه ګرو ډلو د رامینځةکیدا دلیل دی او مونږ باؤري یوو چې له ترهه ګرۍ څخه دآوزاري استفاده باید ختمه کړئ شي او اجازت ورکړل شي هیوادونه پخپله خپلواکه عمل وکړي .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه زویر چې پرون مالي ته په سفر تللی ، د مالی له خارجه وزیر عبدا... دیوپ سره په ګډ خبری کنفرانس کې په اقتصادي ، دفاعي او تعلیمي حوزو کې له مالي سره ملګرتیا د ایران د خارجه وزارت لومړیتوب وباله او وې وئيل،په نړیوالو اورګانونو کې د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې د دواړو هیوادونو ترمینځ دتعاملاتو مهم ډګرونه دي .
امیر عبداللهیان زیاته کړې ، دایران اسلامی جمهوریت د افریقا لوئې وچې ته ډير او ځانګړي اهمیّت ته قایل دی او د اسلامی ایران ولسمشر آیت ا... سید ابراهیم ریئسي د افریقا او د مالی تاریخي هیواد په څير له هیوادونو سره اړیکې په لومړیتوب کې لری او ځانګړی اهمیّت ورکوي.
هغه دافریقا لوئې وچې او مالی هیواد ته پخپل لومړني سفر دخوښئ په څرګندولو سره ووئيل دواړه هیوادونه پخوانۍ او مالی اړیکې لري او ایران د مناسباتو د لاپراختیا لپاره جدي اهتمام لري او دا چې اوس په باماکو کې یوو، دتهران ځانګړي توجه بریښوي .