ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120266-ورځپاڼو_ته_کتنه
د حزب الله د مرکزي شورا غړی حسن البغدادي ویلي چي اسرائیلي رژیم ته په تېرو ۴۰ کلونو کې د حزب الله رېښتنولي معلومه شوې ده، مونږ سره یې مختلفې نښتې کړې او زمونږ ځواک او وړتیا ورته ښکاره شوې ده، که اسرائیل بیا په لبنان د تیری جرعت وکړي نو مونږ به اسرائیلي رژیم له مینځه یوسو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 10:24 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د حزب الله د مرکزي شورا غړی حسن البغدادي ویلي چي اسرائیلي رژیم ته په تېرو ۴۰ کلونو کې د حزب الله رېښتنولي معلومه شوې ده، مونږ سره یې مختلفې نښتې کړې او زمونږ ځواک او وړتیا ورته ښکاره شوې ده، که اسرائیل بیا په لبنان د تیری جرعت وکړي نو مونږ به اسرائیلي رژیم له مینځه یوسو.

په سر کې د اطلاعات ورځپاڼه رااخلو،

دغه ورځپاڼه په سوریې باندې د امریکې له بریدونو نیولې بیا ایران د امریکې تر پیغام او همدارنګه د لبنان د حزب الله د وروستي خبرداریو په شمول بېلابېلو مسایلو ته یې انعکاس ورکړي دي.

ورځپاڼه لیکي په سوریې کې د امریکایي ځواکونو په اډې باندې د مقاومت د محور د بې پیلوټو الوتکو تر ځوابي برید یوه ورځ وروسته، د نیویورک ټایمز ورځپاڼه ادعا کړې ده چي د بایډن حکومت ایران ته پیغام استولی دی چي په سیمه کې د نښتو او د جګړو پسې نه دي، خو مجبوره دی چي د برجام له نړیوالې موافقې سره د صهیونیستانو او نورو نیوکه کوونکو د موافقت د راجلبولو او د امریکې د ګټو په لړ کې د مقاومت په محور باندې بریدونو ته زور ورکړي.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د لبنان د حزب الله وروستیو خبرداریو ته انعکاس ورکړی دی.

د ورځپاڼې په وېنا د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړی ګواښ کړی چي که صهیونیستي رژیم په لبنان برید وکړي، نو دا به یې د عمر وروستي سولګۍ شي او صهیونیستي رژیم به نابود شي.

د حزب الله د مرکزي شورا غړی حسن البغدادي ویلي چي اسرائیلي رژیم ته په تېرو ۴۰ کلونو کې د حزب الله رېښتنولي معلومه شوې ده، مونږ سره یې مختلفې نښتې کړې او زمونږ ځواک او وړتیا ورته ښکاره شوې ده، که اسرائیل بیا په لبنان د تیری جرعت وکړي نو مونږ به اسرائیلي رژیم له مینځه یوسو.

د ورځپاڼې په وېنا اسرائیلي رژیم ته د لبنان د حزب الله ګواښ د تل په څېر حقیقي ګواښ دی او حزب الله اوس د خپل قدرت او ځواک په اوج کې دی داسي موضوع چي حتي د امریکې سي ان ان خبرې چېنل هم په هغې اعتراف کړی دی.

اطلاعات په دوام کې د سعودي له لوري د یمن د ظالمانه محاصرې د دوام موضوع ته هم اشاره کوي او لیکي: د یمن د الحدیدې د ولایت ولسونو په یوه مظاهره کې د سعودي له لوري د یمن د محاصرې، د دې هیواد د تیلي کښتیو غلا او د یمن په ښارونو یې د سعودي بمبار غندلي دي.

هغوی په خپلو شعارونو کې ویلي چي سعودي عربستان د امریکې او د ملګرو ملتونو سره په ګډه دسیسه کې د یمن د تیلو کښتۍ د توقیف تر عنوان لاندې غلا کوي.

د ورځپاڼې په وېنا یمني مظاهره کوونکو همدارنګه سعودي او امریکې ته ګواښ کړي چي د یمن وسله والو ځواکونو او د دې هیواد خلګ د دغو جنایاتو په وړاندې لاس تر زنې لاندې نه پاتي کیږي.

کیهان

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه بیا د اروپایي رسنیو وروستیو خبرداریو ته انعکاس ورکړي او ویلي چي په اروپا کې د انرژیو بحران دومره جدي ده چي اروپایي رسنۍ خپلو حکومتونو ته سوال او زاری کوي چي روسیې سره شخړه پرېږدوي او د ژمې نه مخکې د انرژیو غم وخوري.

د کیهان په وېنا، یوه برتانوي ورځپاڼه خبرداری ورکړی دی چي که د انرژیو د بحران د سمدستي حل په موخه کوم اساسي اقدام نه وشي نو ګڼ شمېر اروپاییان به په ساړه موسم کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په راپور کې ویل شوي چي د فرانسې او جرمني هیوادونو چي د اروپا تر ټولو ستر هیوادونه دي، د تېلو او د ګازو قیمت لس چنده زیاتوي خو برتانیې کې له اوسه هم د انرژیو د میاشتني بیل قېمت کابو ۳۵۰۰ پونډ ته رسېدلی دی، دومره چي د یوه کارګر د یوې میاشتې له تنخوا سره برابري کوي.

ورځپاڼه په یو بل مطلب کې بیا د امریکې د بیزنیس انسایډر وروستی راپور څېړي او لیکي: امریکا چي تروریسم سره د مبارزې ادعا کوي د نړۍ په ۷۶ هیوادونو کې د خپلو عملیاتونو پر مهال ۹۳۰ زره کسان یعني څه کم یو میلیون بې ګناه وګړي یې وژلي دي. بیزنیس انسایډر د امریکې د براون پوهنتون څېړنو ته په اشارې سره لیکلي چي له ۲۰۰۱ نه بیا تر ۲۰۲۱ میلادي کلونو پورې یوازې په افغانستان او پاکستان کې د امریکې له لوري د مېرمنو او ماشومانو په شمول ۵۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

عزیزانو اوس راځو د افغانستان مطبوعاتو ته!

دې ته په کتو چي په افغانستان کې لا هم مطبوعات نه چاپیږي نو مونږ هم د ځینو ورځپاڼو او انلاین خپرونو مهم مطالب راخیستې څو تاسو سره شریک کړو.

لومړی راځو کلید خپرونې ته

دغه انلاین خپرونه لیکي چي ټاکل شوې سبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه تر بندو دروازو شا غونډه وکړي.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده غونډه د تړلو دروازو تر شاه کېږي.

خپرونه لیکي چي په همدې حال کې بیا په یاد سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال «مارټین ګریفتس» د افغانستان د وضیعت په اړه راپور وړاندې کړې.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د اقتصادي او بشري حالت ارزول د دغې ناستې اساسي موضوعات دي.

کلید په یو بل خبر کې بیا لیکي چي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو د کورنیو غوښتنه چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو له زېرمو څخه د خسارې جبران ورکړي، د نیویارک د محکمې له خوا رد شوې ده.

د کلید له راپور سره سم، نصیر احمد فایق په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دې غوښتنې له ردولو وروسته تمه دا ده چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې به خلاصې شي او د یوه شفاف او څارنیز سیستم له مخې به د افغانستان له اړمنو خلکو سره مرستې وشي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو راهيسې د امريکا او ځينو نړيوالو مالي بنسټونو له خوا د افغانستان د بهرنيو اسعارو شاوخوا نهه ميليارده ډالره زېرمې کنګل شوې دي.

د دغه انلاین خپرونې په وېنا که څه هم د طالبانو حکومت د دغو مرستو د خلاصون هڅې کړي دي؛ خو دا هڅې تر اوسه ناکامې وې، په داسي حال کې چې تېر کال د امریکا ولسمشر جوبایډن یو فرمان صادر کړ چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو یوه برخه د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړي.

مسیر ورځپاڼه

دغه ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سختو اقتصادي ستونزو او همدارنګه د لوږې په هکله د ملګرو ملتونو خبرداری ته انعکاس ورکړی دی.

د مسیر له راپور سره سم، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

ورځپاڼه زیاتوي چي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې دمګړۍ په نړۍ کې پنځوس میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي او د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې شاوخوا ۳۵۰ میلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري.

ګوتریش وایي له لوږې سره د مخ کسانو شمېره ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده او د نړیوالو پراخو او اغېزناکو مرستو ته اړتیا لري. هغه وايي نړیوال که وغواړي نو میلیونونه وګړي له لوږې ژغورلی شي له همدې امله یې پر ټولو د مرستې غږ کړی دی او له لوږې سره یې د جدي مبارزې غوښتنه کړې ده.