امریکا کښې اته اتنه غیرقانوني مهاجر وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120520-امریکا_کښې_اته_اتنه_غیرقانوني_مهاجر_وژل_شوي_دي
د امریکې د ګمرک یا کسټمز چارواکو په دغه هیواد کښې د اتو غیرقانوني مهاجرینو د وژل کیدو خبر ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2022 08:29 Asia/Kabul
  • امریکا کښې اته اتنه غیرقانوني مهاجر وژل شوي دي

د امریکې د ګمرک یا کسټمز چارواکو په دغه هیواد کښې د اتو غیرقانوني مهاجرینو د وژل کیدو خبر ورکړی دی

د امریکې ګمرکي چارواکو پرون ویلي چې اته تنه غیرقانوني کډوال له ریو ګرانډ سیند څخه د اوړیدو او ټکساس ایالت ته د رسیدو په کوشش کښې مړه شوي خو ۳۷ تنه ژغورل شوي دي.

د امریکې د سرحدي ګزمې ځواکونو د دغو ۳۷ ژغورل شویو کسانو په شمول ۵۳ غیرقانوني کډوال نیولي دي. د میکسیکو حکومتي چارواکو هم ۳۹ غیرقانوني کډوال نیولي دي.

د غیرقانوني کډوالو وژله او بې درکه کیدل د امریکې د ولسمشر جو بایډن د حکومت یوه ننګونه ګڼله کیږي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د احصائیو له مخې، له ۲۰۱۴ کال راهیسې تقریباً ۶ زره او ۴۳۰ تنه کډوال امریکې ته د تګ پر مهال سرونه خوړلي او یا بې درکه شوي دي.