د روسیې د انرژۍ د بیو د اندازې د ټاکلو پر سر په اروپايي اتحادیې کښې اختلاف:-
د انرژۍ پر سر جنګ زیات شوی دی. اروپا په داسې حال کښې چې د خپلې د ضرورت وړ انرژۍ په تیره بیا په ژمي کښې د ګازو د تامینولو په هکله اندیښمنه ده هڅه کوي چې له روسیې څخه د ګازو د واردولو لپاره د بیو د اندازې په ټاکلو سره هماغه راز ماسکو تر دباو لاندې ورولي خو تراوسه دغه موضوع د اروپايي اتحادیې د غړیو ترمینځ د درز د رامینځته کیدا سبب شوي ده.
په داسې حال کښې چې ټاکل شوي ده د اروپايي اتحادیې د انرژۍ وزیران سبا په جمعې ورځ په بیړنۍ غونډه کښې د انرژۍ له کړکیچ سره د مخامخ کیدا د څرنګوالي په هکله غور وکړي او د انرژۍ د بیو د اندازې د ټاکلو په هکله خبرې وکړي د چیک جمهوریت د صنعت وزیر جوزف رسیکلا چې هیواد یې د اروپایي اتحادیې پړاویز مشر دی د دغه ارګان د انرژۍ د وزیرانو د خبرو اترو له پروګرام څخه د دغه پلان د حذفولو په غوښتنې سره وویل دغه وړاندیز رغنده نه دی او په حقیقت کښې د روسیې د بایکاټ لپاره بله لاره ده او د اروپا د انرژۍ د کړکیچ لپاره حقیقي حل لاره نه ده.
اروپا په داسې کال حال کښې هڅه کوي چې د انرژۍ بازار کنټرول کړي چې خپل کابو څلویښت فیصده ګاز او دیرش فیصده تیل یې له روسیې څخه تامینول او په تیرو څو میاشتو کښې د روسیې او د لویدیځو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالو په زیاتیدا سره اروپا ته د روسیې د ګازو ورتلل ډیر کم شوي دي داسې موضوع چې اروپايي هیوادونه یې د ژمي په موسم کښې د سونګو د تامینولو او د سونګو د بیو د زیاتیدا او د هغه په نتیجه کښې د انفلاسیون او د بې کارۍ د زیاتیدا او په دغو هیوادونو کښې د اقتصادي ځوړتیا د ډیریدا په هکله اندیښمن کړي دي.
سره له دې اروپايي هیوادونه هڅه کوي چې هماغه راز په روسیې باندې د دباو په راوستلو سره خپلو دوښمانه سیاستونو ته دوام ورکړي.
په دې زمینه کښې د اروپا د کمیسیون مشر اورسلا فن ډرلاین وویل مونږ به د روسیې د ګازو د بیې لپاره یوه اندازه وړاندیز کړو چې هغه عایدونه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې په اوکراین کښې د څاروي ډوله جنګ د بودجې د تامینولو لپاره کاروي کم کړو.
هغه دغه راز ادعا وکړه چې دغه اقدام د اروپا د انرژۍ په بازار کښې د لاسوهنې لپاره د ولادیمیر پوتین د هڅو مخه نیسي.
د فین ډرلاین دغه خبرې په داسې حال کښې دي چې روسیې مخکې خبرداری ورکړی و هغه هیوادونه به چې د خپلو د اومو تیلو د صادراتو لپاره د امریکا د وړاندیزي بیې د اندازې ملاتړ کوي بایکاټ کړي.
د روسیې ولسمشر پوتین په دې زمینه کښې وویل په اوسني حالت کښې د روسیې څنګ ته کول غیر ممکن دي او ماسکو د خپل اقتصاد او د صنایعو په برخه کښې د امنیت پیاوړي کولو ته دوام ورکوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښ کړی دی د روسیې د صادراتي ګازو په بیو باندې د محدودیت د اعمالیدا په بڼه کښې به ماسکو په اروپا باندې د تیلو او د ګازو خرڅول بند کړي.
د اروپا په بازارونو کښې د طبیعي ګازو بیې په تیرو دولسو میاشتو کښې څلور سوه فیصده زیاتې شوي دي.
اروپايي هیوادونو د ګازو د بیو له زیاتیدا ډیر تاوانونه لیدلي دي.
د اروپا ډيرې صنایع د خپل کار د دوام لپاره زړه نه زړه دي او ډیرې کوچنیو کارونو هم د بریښنا او د سونګو له حد څخه د زیاتیدونکو بیو په دلیل دیوالیه کیدل اعلان کړي دي.
د سویډن لومړي وزیر ماګدانیا اینډرسون وايي د لویدیځ لخوا د روسیې د انرژۍ بایکاټول د اروپا مالي ثبات ته ګواښ کوي.
همدا اوس اروپايي هیوادونه ټاکل شوي ده له دغه بهیر سره د مبارزې د لارو چارو په هکله خبرې او فیصله وکړي.
اروپايي هیوادونه ټاکل شوي ده چې په ځاې ناستي انرژۍ سره سرچینو کښې پراخې پانګونې وکړي، د بریښنا استعمال کم کړي او له ځای ناستو سونګو استفاده وکړي.
د ډبرو د سکرو د بټیو کار پیلول، دغه راز له اټومي بټیو او بریښنا کوټونو استفاده کول، او د کورونو د ګرم ساتلو لپاره له لرګیو څخه استفاده په دغو موردونو کښې شامل دي او له دغو ټولو مشکلاتو سره سره دوې هماغه راز د جنګ نغارې وهي او په روسیې باندې د دباو لپاره د سیاسي فیصلو د ترسره کولو هڅه کوي.
داسې موضوع چې داسې ښکاري هم له اقتصادي او هم له سیاسي نظره د اروپايي اتحادیې د هیوادونو لپاره ډیره دردونکي ده او ممکنه ده د اروپايي اتحادیې په غړیو باندې د اروپا د تر ټولو قدرتمنو او سترو هیوادونو دباو د دغه اتحادیې د دړې وړې کیدا شرایط او د بیلتون غواړو غورځنګونو د تشدیدا سبب شي.
د ګازو د نړیوالو بازارونو کارپيژاند الیکس مانتون وايي؛داسې ښکاري چې اروپا په یوې دردونکي او اوږدې سیالۍ بوخته ده.
اروپا لویه وچه ځان له ښه کیدا مخکې د حالاتو د بدتر کیدا لپاره ځانونه چمتو کوي.
خو ستره پوښتنه دا ده چې حالات به څومره بد شي؟
د تیلو د شیل شرکت مدیر عامل بن ون بورډن په دې زمینه کښې اعتراف کوي چې اروپايي هیوادونه به د روسیې د ګازو په کامل ډول د غوڅیدا په بڼه کښې تر کلونو کلونو پورې د سونګو او د انرژۍ د تامینولو له مشکل سره مخامخ شي.
اروپا سختې ورځې مخ ته لري.
د اروپايي هیوادونو چارواکي باید داسې فیصلې وکړي چې ټوله اروپا له سیاسي او اقتصادي اړخونو تر اغیز لاندې ورولي.