د تهران او ځينو نړیوالو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم ځيني بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو،هیله ده داستفادې وړ مووګرځي.
د تهران درستو ورځپاڼو د اسلامی انقلاب د ستر لارښود او د درستو قواؤ د لوي قوماندان حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي هغه وینا ته ډیر انعکاس ورکړی دی چې پرون ئې د د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ او پولیسو د فارغ التحصیلو محصیلینو په ګډو دستورو کې کړې.نننیو ورځپاڼو لیکلي دي د ایران ددرستو قواؤ لوي قوماندان پخپلې وینا کې په ایران کې وروستیو بلواؤ او ناکراریو ته په اشارې سره فرمائيلي ؛له ایران سره د دښمنانو جنګ او شخړه د حجاب او بدحجابۍ په سر نه ،بلکې د یوه پیاوړي مقتدر او خپلواکه ایران په سر دی .دوي همداراز پخپلې وینا کې وفرمائيل؛ د ایران ملت په دغې وروستۍپيښې کې هم د نورو پیښو په شان په بشپړ ډول پياوړی ظاهر شو او په راتلونکي کې به هم همدغه شان وي او په راتلونکي کې هرچرته چې دښمنان وغواړي،کوم خار پار واچوي،هغه څوک چې له هرچابه مخکې کلک ودریږي،د ایران مومن او شجاع ملت دی.
ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دي،د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې دغه بلواوې پلان شوي وې،ووئيل؛که ددغې پيغلې جینۍ قضیه هم نه وائ، نو یوه بله پلمه ئې رامینځةکوله څو سږکال د تلې یا میزان د میاشتې په لومړۍ نیټه په هیواد کې ناکراري او بلواوې رامینځةکړي.
حضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي ټينګاروکړ،په دنیا کې ډیرې بلواوې رامینځةکیږي اوپه اروپاپه تیره بیا په فرانسې اوپاریس کې وخت په وخت یوځل اوږده بلوا رامینځةکیږي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز ووئيل، د دښمنانو پلانونې او اقدامات د دوي د باطن ښودنه کوي،هماغه دښمن چې د ډيپلوماسۍ په ژبه وائي،په ایران د یرغلونو نیّت او د نظام د بدلولو او ددښمنۍ نیّت نه لري،خو په عمل کې د بلواؤ د رامینځةکولو،د هیواد د امنیت د نابودلو او دهغوکسانو د احساساتو په لمسونو پسې دي چې ممکنه ده په ځينو احساساتو وغولیږي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکایوازې د اسلامی جمهوری نظام مخالفه نه ده او له پیاوړي او خپلواکه ایران سره هم مخالفه ده ، ووئيل؛ دوی دپهلوي پړاؤ په ایران پسې دی چې هماغه د هغوي د اوامرو مطیعه د شیدو غوا په شان وي. هغه ډير کسان چې بشپړ ستر نه لری،د اسلامی جمهوری نظام جدی او کلک پلویان دي او په مختلفو دستورو کې ګډون کوي،اصل جنګ او بحث د ایران د اسلامی جمهوریت د خپلواکۍ ،کلک مقاومت پياوړتیا او د اقتدار په سر دی . د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وکړ، البته ځيني هغه کسان چې واټونو ته راوځي، د منافقانو، بیلتون غواړو ،سلطنت غواړو او د کرکیجنو سواکیانو په شان له اسلامی جمهوری نظامه د ګوزار خوړونکو عناصرو پاتې کسان دي چې قضایه قوه باید د واټونو امنیت ته د تاوان رسولو او په ورانکاریو کې د ګډون په دلیل د دوي سزا وټاکي او محاکمه دې کړي .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل نننی انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي ووئيل، حکومت کلک هوډ لري ،د ولس په شپه ورځ خدمتونو سره دښمنان خپلو سپيرو موخو ته په رسیدا کې ناکامه کړي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د یمن د جنګ د اوربند د نیټې په ختمیدا سره د یمن انصار ا... ولسی مبارز غورځنګ ګواښ کړی ، بهرني تیلی شرکتونه دې له عربستان او متحده عربی اماراتو ووځي،ځکه ددغو دواړو تیریګرو هیوادونو تیلی شرکتونه او بندرونه د یمن د پوځ او مقاومتي ځواک دتوغندیو په شیشت کې دي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندانسردار محمد پاکپور په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دعراق په شمال کردستان سیمې کې ئې دترهه ګرو کابو څلویښت مرکزونه او پټنځایونه تباه کړي دي.
د انرژۍ نړیوال آژانس پخپل یوه وروستي رابور کې خبرداری ورکړی، تر ټولو خطرناک او سخت ژمئ د اروپا په انتظار کې دی.
د افغانستان دکابل په دشت برچي کې د کاج ښوونکي مرکز کې د ځان مرګي حملې د شهیدانو شمیر۵۳کسانو ته ورسید او دغه راز ټپیان هم کابو سل تنه ښودل شوي او وئيل کیږي،ممکنه ده دشهیدانو شمیر نوره هم زیات شي.
د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ چارواکي وائي د فلسطین او قدس شریف د آزادولو یوازینۍ حل لاره مقاومت او وسلواله مبارزه ده .
د امریکا ملی ریډیو(این پي آر) دامریکا په ټولنې کې د لوږې د پټو رازونو په ښکاره کیدا پسې په یوه پروګرام کې ایشوا کړې ده چې په لسګونو میلیونه امریکایان د لوږې له امله په تشه خیټه ویدۀ کیږي.
په لاتینې امریکا کې د چین د نفوذ اندیښنې، دامریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن دغې سیمې ته وکاږۀ.
د انګلستان د روغتیائی چارو متخصصان او کارپوهان دا اندیښنه څرګندوي چې په انګلستان کې د کرونائي بحران دبیرته خوریدا احتمال په زیاتیدا دی او ممکنه ده په ژمني کې ددغه هیواد دروغتیائي چارو سسټم په بشپړ ډول په ټپه ودریږي.
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې مشر حجةالاسلام محسن اژه ای د لوړپوړو قاضیانو په ناستې کې ووئيل،د ولس دامنیت ګواښل هیڅکله نه زغمو او له بلواګرو سره به سخت چلند وکړو.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي ناصرکنعاني په خبری کنفرانس کې ووئيل، دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احياء فرصت هماغه راز شته دی.
د جاپان لومړي وزیرکیشیدا ووئیل د اوکراین جنګ له روسیې سره اړیکې ترینګلي کړي دي.
په ناټو کې دجرمني استازي رودیګر کوتګت له شپیګل خپرونې سره په مرکې کې په ډاګه کړې ده ، ناټو دمرستو لپاره د اوکراین د ولسمشر زلنسکي غوښتنو ته ځواب نه ورکوي،ځکه کی یف د ناټو برخه نه ده.
د یمن په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي د یمن دجنګ د اوربند د نه تمیدیدیداپه بڼه کې یمن وال زغم او صبر ته وبلل.
د یونان خارجه وزیر ووئيل که د ترکیې لمسونکي خوځښتونه ودریږي،نو له دغه هیواد سره خبرواترو ته تیار یوو.
د ملګروملتو د انسان دوستۍ د مرستو ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د پاکستان په زیاترو سیمو کې دسیلاب له امله کابو پنځه میلیون بې کوره شوي کورنۍ هماغه راز دخوړو لومړنیو شیانو ته اړتیا لري.
د افغانستان د موقته حکومت د ویندوي مرستیال بلال کریمي په ډاګه کړې ده،د طالب چارواکو په ضد دبندیزونو دوام د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمینځ واټن نوره هم زیاتوي.
د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک په الحسکه ولایت کې دامریکائي پوځ د تالی څټو څو پټنځایونه تباه کړي او ورته ئې مرګ ژوبلې هم اړولي دي .
********************
اوس هم راګرځو ځینو بهرنیو خپرونو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي،له تاسو سره ئې هم شریکې کوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.
ډيپلومات خپرونې د کابل په دشت برچي کې پر یو ښوونیز مرکز د جمعې ورځې د برید په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی، د کابل په هزاره مېشته سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز په برید کې زده کوونکي وژل شوي.
په مطلب کې دا حمله د افغانستان او ښځو لپاره یوه لویه غمیزه بلل شوې.
په مطلب کې راغلي، د کابل په دشت برچي سیمه کې هغه صحنه پېښه شوه چې پخوا هم ټول ورسره آشنا وو، یعنې په یوې ځان مرګي حمله کې نه یوازې ملکيان بلکې زده کوونکي (انجونې او هلکان)په نښه شول.
ډيپلومات خپرونه زیاتوي چې د کاج په نوم دې ښوونیز مرکز کې هغو نجونو زده کړې کولې چې له احتمالي خطرونو سره سره یې د تعلیم لپاره هڅه کوله.
خپرونه زیاتوي چې د افغانستان په ډېری سیمو کې د نجونو پر تعلیم بندیز د نجونو پرمخ د پوهنتونونو لارې هم بندې کړې دي.
ډيپلومات مخکې لیکلي دي، د کاج په څېر ښوونیزو مرکزونو په دشت برچي کې له نجونو سره مرسته کوله څو د زده کړو لپاره خپلې هیلې وروزي، خو ډيپلومات زیاتوي چې ښوونځی په دشت برچي کې خوندي ځای نه دی.
خپرونه یادونه کوي چې په تېره اپرېل میاشت کې په همدې سیمه کې د عبدالرحیم شهید لېسې ته نږدې او همداراز د ممتاز په نوم په بل ښوونیز مرکز کې څو چاودنې وشوې چې شپږ کسان یې ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.
ډيپلومات همداراز د ۲۰۲۰ کال په مې میاشت کې د دشت برچي په یوه بل ښوونځي کې د بمي چاودنې یادونه کوي چې لږترلږه ۵۰ کسان یې ووژل.د جمعې ورځې د حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو مخکې له دې د افغانستان پر شیعیانو د تېرو حملو مسؤلیت داعش جنایتکارې ډلې منلی دی.
ډيپلومات د مطلب په پای کې لیکي، د دې ډول بریدونو لپاره د داعش ډلې وړتیا ښيي چې طالبان د افغانستان په قلمرو کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د برتانیا چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼې د دشت برچي د برید پر وړاندې د مظاهرو پرمهال له اعتراض کونکو ښځو سره د تاوتریخوالي ادعاوو ته کتنه کړې او د عیني شاهدانو په حواله لیکي چې طالبانو د دې مظاهرو پرمهال حتی پر هغو ښځو ډزې وکړې چې د کاج د ښوونیز مرکز مخې ته د اعتراض لپاره راوتلې وې.
ورځپاڼه د یوې معترضې مېرمنې له قوله لیکي چې وايي، مونږ یوځای د لاریون په حال کې وو او په دې چاودنه کې د وژل شویو هزاره خوئیندو لپاره مو د عدالت شعارونه ورکول.
دې مېرمنې چې د انډیپنډنټ په راپور کې یې نوم نه دی یاد شوی ویلي چې طالبان به هېڅکله د دوی ساتنه ونه کړي او په نړیواله ټولنه کې هم د دوی استازیتوب نه شي کولای شي.
انډیپنډنټ په دې اړه د ملګروملتونو د یونېسف ادارې بیان ته هم اشاره کړې چې دا حمله یې بوږنوونکې بللي او ویلي یې دي چې پر ښوونیزو مرکزونو دا ډول حملې د منلو وړ نه دي.