روسیې کښې د امریکا ضد مظاهرې وشوې
زمونږ خبریال وايي د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې د امریکا د سفارت مخ ته د امریکا ضد مظاهرې وشوې.
مظاهره چیانو د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې د امریکا د سفارت مخ ته په راغونډیدا سره د امریکا ضد شعارونه ورکړل او د واشنګټن اقدامات یې وغندل.
په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو دغه راز په لاسونو کښې د روسیې او د بیلاروس هیواد بیرغونه لیږدول او د سرمت سټراټيژیکو توغندیو عکسونه یې هم له ځانونو سره وړل.
له روسیې سره د کریمه جزیرې له یوځاې کیدا وروسته له دوه زره څوارلسم میلادي کال څخه له روسیې سره د امریکا اړیکې خړې پړې شوي دي.
لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د اوکراین په کورنیو چارو کښې د روسیې د لاسوهنې په پلمه په ځلونو ماسکو باندې بندیزونه لګولي دي.
روسیه په کلکه د امریکا او د لویدیځو هیوادونو ادعا ردوي.