د فلسطین د ژغورنې یوازنۍ لاره مقاومت دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په تهران کښې د اسلامي وحدت د شپږ دیرشم نړیوال کانفرنس په افتتاحیه کښې، مقاومت د فلسطین د ژغورنې لاره وبلله
د ایرنا د خبر له مخې د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن سهار په دغو دستورو کښې د فلسطین او قدس موضوع د اسلامي نړۍ اوله مسئله وبلله او ویې ویل: د فلسطین او قدس شریف د ژغورنې یوازنۍ لاره د صهیونیستي رژیم په وړاندې اودریدنه او مقاومت دی او نن سبا یې په خپلو وسائلو باندې په تکیې سره په مخې ته اودریدنه کیدې شي.
ولسمشر رئیسي له صهیونیسټي رژيم سره د ځینو اسلامي هیوادونو د اړیکو په ښه کولو باندې په نیوکې سره، د حکومتونو ترمینځ اړیکه د ولسونو ترمینځ له اړیکې متفاوته وبلله او زیاته یې کړه: د سیمې ولسونه هیڅکله له صهیونیسټانو سره اړیکې نه مني.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې امریکا او صهیونیسټي رژیم د هیوادونو په ارادې باندې د تفرقې د ورتپلو، د هیوادونو په ګټو د واکمنیدو او د فلسطین او قدس د مسئلې د بې اهمیته کولوپه لټه کښې دي، څرګنده کړه: امریکایان او اروپایان په نړۍ کښې د بشري حقوقو ترټولو ستر خلاف ورزي کونکي دي.
هغه د ایران سیاست له ظلم، ترهګرۍ او تکفیر سره مبارزه وبلله او زیاته یې کړه: امریکایان هم وايي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په تکل کښې دي خو آیا داسې څوک شته چې نه وي خبر چې په نړۍ کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې اتلان حاج قاسم سلیماني، شهید ابومهدي المهندس او د سیمې هغه مجاهد ځواکونه دي چې سیمه یې د داعش له سپیره شتونه پاکه کړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په اونۍ نړۍ کښې د اسلامي امت توانمنیو ته په اشارې سره تاکید وکړ: کوم بیرغ چې امام خمیني(رح) پورته کړ هغه په ټوله نړۍ کښې د هرې سیمې او هرې ژبې او نظریې د مسلمانانو ترمینځ د اتحاد او یووالي بیرغ و.
ولسمشر رئیسي د بصیرت زیاتول او د ژبې او بیان جهاد نن سبا د اسلامي نړۍ د پوهانو او عالمانو یوه دنده وبلله.