شمالي کوریا بیا توغندوي ازموینه کړي ده
ایرنا خبري اژانس وايي د جنوبي کوریا رسنیو نن سهار وختي د شمالي کوریا لخوا د کروز توغندیو د ازموینې خبر ورکړ.
د جنوبي کوریا رسنیو وویل د شمالي کوریا دغه توغندي سټراټيژیک او لرواټنه دي.
دغه توغندي په داسې حال کښې ازمویل کیږي چې د جنوبي کوریا حکومت په تیرې سې شنبې ورځ په شمالي کوریا غږ کړی و چې سمدستي په سیمه کښې لسمونکي او تاوتریخوالي رامینځته کونکي اقدامات پاې ته ورسوي.
شمالي کوریا په تیرو اوو ورځو کښې د ختیځ سمندري یعني د جاپان د سمندر په لور په ځلونو بلاسټیک توغندي ویشتلي دي.
مخکې شمالي کوریا ویلي وو چې د دغه هیواد توغندوي ازموینې د دفاع په چوکاټ او د امریکا د نیغ په نیغه ګواښونو په وړاندې د ځان د دفاع لپاره ترسره شوي دي.
شمالي کوریا وايي چې د هیواد توغندوي ازموینې متقابل اقدام دی او د جنوبي کوریا او د امریکا پوځي مانورې ته په ځواب کښې ترسره شوي دي.