د امریکا د ګازو ۷۰ سلنه اروپا ته صادریږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122418-د_امریکا_د_ګازو_۷۰_سلنه_اروپا_ته_صادریږي
د امریکا د انرژیو د وزارت مرستیال وویل: واشنګټن خپل د ګازو ۷۰ سلنه اروپا ته صادروي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2022 09:06 Asia/Kabul
  • د امریکا د ګازو ۷۰ سلنه اروپا ته صادریږي

د امریکا د انرژیو د وزارت مرستیال وویل: واشنګټن خپل د ګازو ۷۰ سلنه اروپا ته صادروي.

د روسیې او اکراین تر مینځ د شخړو په نتیجه کې په روسیې باندې د بندیزونو د امله، اروپایي هیوادونه د انرژیو له کمښت سره، مخ شوي دي.

د امریکا د انرژیو د وزارت مرستیال جفري بیات ادعا وکړه چي په راتلونکی کال کې په نړیواله کچه د ګازو تر ټولو لوی صادرونکې مقام به تر لاسه کړي او د امریکې د تولید شوي ګاز ۷۰ سلنه به اروپا ته صادر کړای شي.

په ویانا کې د روسیې استازی «میخائیل اولیانوف» په خپل ټوییټر کې لیکلی: امریکا خپل ګاز اروپایانو باندې د روسیې د ګازو په نسبت په څلور چنده بیه خرڅوي.