د ایټمي وسلو د ختمولو لپاره هیڅ لرلید نشته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122434-د_ایټمي_وسلو_د_ختمولو_لپاره_هیڅ_لرلید_نشته
ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګي: امریکا او انګلستان د هغو ایټمي هیوادونو په سر کښې دي چې د اړوندو زیرمو په زیاتولو سره یې خپلې ژمنې ماتې کړې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2022 01:43 Asia/Kabul
  • د ایټمي وسلو د ختمولو لپاره هیڅ لرلید نشته

ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګي: امریکا او انګلستان د هغو ایټمي هیوادونو په سر کښې دي چې د اړوندو زیرمو په زیاتولو سره یې خپلې ژمنې ماتې کړې دي

په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ ټینګار وکړ چې د ایټمي وسلو د خپراوي د مخنیوي په تړون کښې د بیاکتنې د غونډو پرله پسې ماتې ښودنه کوي چې په بشپړه توګه د ایټمي وسلو د ختمولو هیڅ هیله نشته

په نیویارک کښې په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ صلاحکار حیدر علي بلوجي د دغه سازمان د عمومي اسمبلۍ د کمیټې په غونډه کښې د ایټمي وسلو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت وروستۍ لیدتوګې او دریځونه بیان کړل.

هغه څرګنده کړه: په کال ۱۹۴۶ کښې د ایټمي بې وسلې کونې په هکله د ملګرو ملتو د وړومبني پریکړه لیک له صادریدو راهیسې او بیا په ۱۹۷۲ کال کښې د ایټمي وسلو د خپراوي د منعې د تړون په لازم الاجرا کیدو سره نړیوال نظام له ایټمي وسلو د نړۍ د پاکولو په لټه کښې ده خو ایټمي هیوادونو په دې لړ کښې د حقوقي ژمنې له منلو سره سره په عمل کښې د خپلو ایټمي زیرمو په کميتي او کیفیتي پياوړتیا سره نه یوازې په دغې ژمنې عمل نه دی کړی بلکې دغه نه پابندي یې بیخي څرګنده هم ده.

هغه زیاته کړه: امریکا او انګلستان د هغو ایټمي هیوادونو په سر کښې دي چې د اړوندو زیرمو په زیاتولو سره یې خپلې ژمنې ماتې کړې دي.