بریتانیا د کډوالو ماشومانو د ایستلو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس وايي ترسره شوي تحقیقات وايي چې بریتانیا په کوم ډول د بشري حقوقو د یوه ادعا کونکی هیواد په توګه پناه غواړي ماشومان له خپلو خپلوانو جدا کوي او د هغوې د ایستلو حقوقي زمینه برابروي.
له دې یوه ورځ وروسته چې د هغو پناه غواړو په هکله چې په کوچنیو کشتیو کښې له مانش کانال څخه بریتانیا ته مهاجرت کوي د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر د مهاجرت ضد څرګندونې خبر جوړونکي شوې ګارډین ورځپاڼې په یوه لړزونکي راپور کښې د دغه هیواد د مهاجرت په یوه مرکز کښې د بشري حقوقو له رسوایۍ پرده پورته کړه.
ګارډین ورځپاڼې پرون په یوه راپور کښې په کنټ سیمه کښې په منسټن مهاجرتي مرکز کښې د پناه غواړو ماشومانو اعتراف ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د انګلستان سرحدي چارواکي په کوم ډول دغه ماشومان مجبوروي چې خپل عمرونه له اتلسو کلونو زیات وښيي.
ګارډین ورځپانې په دې اړه یوه غږیز فائیل ته د لاسرسي خبر ورکړ کوم چې د بریتانیا د منسټن د مهاجرتي مرکز له مسوولانو سره د اریټریا هیواد د یوه شپاړس کلن هلک خبرو اترو ته اړونده دی.
د دغه غږیز فایل محتوا دا ده چې د انګلستان سرحدي مامورین د اریټریا هیواد دغه شپاړس کلن هلک مجبوروي چې خپل عمر له اتلسو کلونو زیات وښيي.
بریتانیا چې تل ځان د بشري حقوقو دفاع کونکي ګڼي له خارجي کډوالو سره ډیر ناوړه چلندونه او سلوک کوي کوم چې په پراخ ډول رټل شوي دي.