د نړۍ نفوس له اتو میلیارډو واوښتل
د ملګرو ملتونو د رسمي اټکل له مخې نن د نړۍ نفوس له ۸ میلیاردو څخه اوښتی دی.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د نړۍ نفوس نن اته میلیاردو ته ورسیدل .
دې سازمان ویلي چې نن د انسان د پرمختګ او د سیارې په وړاندې د ګډ مسؤلیت په برخه کې د بدلون ټکی دی
د ملګرو ملتونو د رسمي اټکل له مخې نن د نړۍ نفوس له ۸ میلیاردو څخه اوښتی دی.
د یادولو ده چې په ۱۹۵۰ میلادی کال کې د نړۍ نفوس یوازې ۲.۵ میلیارد و.
خو کارپوهان په دې باور دي چې د نفوسو زیاتوالی هم د نړۍ د بې وزلو هېوادونو لپاره سترې ننګونې دي.
په دې راپور کې د نفوس د ورو ودې نښې هم ښودل شوي او ویل شوي چې د نړۍ نفوس نهه میلیاردو ته رسیدو لپاره به شاوخوا ۱۵ کاله وخت ونیسي.
د شرم الشیخ د اقلیم په غونډه کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو یو ځل بیا د بډایه هیوادونو لپاره د ستونزو یادونه وکړه چې د بې وزلو هیوادونو سره تفاهم ته ورسیږي ترڅو د بشري فعالیتونو له امله د شنو خونو ګازونو د پام وړ کمولو لپاره هوښیار ګامونه پورته کړي.
په ورته وخت کې، بې وزله هیوادونو غوښتنه کړې چې د نړیوالې تودوخې او د اقلیم د بدلون پایلو سره د مبارزې لپاره مالي مرستې ترلاسه کړي ترڅو په دې ډله ایزو هڅو کې په اغیزمنه توګه برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اټکلونو له مخې، تر ۲۰۵۰ پورې به د نفوس له نیمایي څخه زیاته وده یوازې په ۸ هیوادونو کې ترسره شي: د کانګو ، مصر، ایتوپیا، هند، نایجیریا، پاکستان، فیلیپین او تنزانیا.