د بښنې نړیوالې موسسې د امریکا په دریځ سخته نیوکه وکړه
د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړ د بښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټي ایڼټرنیشنل(Amnesty International) د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته د خوندي توب د ورکولو په هکله د امریکا په دریځ نیوکه وکړه.
په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې د سعودي عربستان په حکومت باندې د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقچي د وژلې په قضايي دوسیې کښې دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان ته د قضايي مصونیت له اعلان وروسته د بښنې نړیوالې موسسې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په حکومت نیوکه وکړه.
دغه موسسې دغه راز د سعودي عربستان د باچا په حکم سره د لومړي وزیر په توګه د محمد بن سلمان د انتصابیدا په دلیل د عربستان په حکومت باندې نیوکې سره وویل دغه اقدام د بشري حقوقو د فعالانو اندیښنه رامینځته کړي ده ځکه چې دغه چارې د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د مدني دوسیې په شمول چې د خبریال خاشقچي د میرمنې خدیجه چنګیز لخوا مطرح شوي دي په خارجي محکمو کښې د سلمان پرضد د هر ډول دوسیې د جوړیدا له پایلو څخه محافظت کوي.
د بښنې د نړیوالې موسسې مشرې میرمن انیس کالامار وویل د امریکا د حکومت دغه اقدام له یوه نفرت رامینځته کونکي او ژور خیانت پرته بل څه نه دي.
د سعودي عربستان مشهور خبریال جمال خاشقچي په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم د ترکیې په استانبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې په ډیر بوږنونکي ډول او په ارو سره وژل شوی او بدن یې ټوټې ټوټې کړی شوی و.