د تهران او ځينو نړیوالو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124410-د_تهران_او_ځينو_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم  د کابل چاپ ځينی ورځپاڼې درسره شریکې کړو،نو  هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 04, 2022 08:50 Asia/Kabul
  • د تهران او  ځينو نړیوالو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم  د کابل چاپ ځينی ورځپاڼې درسره شریکې کړو،نو  هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

 داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي،د ایران داسلامی شورا د اقتصادي چارو د کمیشن مشر  محمدرضا پورابراهیمی ووئيل د ایران د تیلو خرڅلاؤ په ورځې کې یو میلیون دوه لکه بیرلو ته رسیدلی دی.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د لویدیځ د ځينو هیوادونو مشران په داسې حال کې هغه اعتراض کونکي چې پخپلو هیوادونو کې پر اقتصادي نیمګړتیاؤ او دخپلو اساسی حقوقود ترلاسه کولو لپاره پر حکومتي ناغیړیو اعتراضونه کوي په سخته ځپي چې په نورو هیوادونو په تیره بیا په ایران کې د هغو  بیلتون غواړو او بلوا او شر رامینځةکونکو چې په هیواد کې  بلواوې او ویشل کیدا غواړي ،بشبړ ملاتړ کوي او بیا هم د بشری حقوقو ډنډورې هم وهي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د  ادارې دمشر محمد اسلامی په شتون سره د  اهواز د شادګان ولسوالۍ په شاوخوا کې په دارخویّن سیمې کې د  ؛کارون؛ درې سوه میګاواټي بریښنائي بټۍ دجوړیدا عملیات پیل شول.

امریکا یو داسې هیواد دی چې پخپل دوه سوه کلن  عمر کې ئې یوازې شپاړس کلونه  له جنګ پرته تیر کړي دي.

د بحرین انقلابی ولس د منامې پشمول په لسګونو ښارونو او ښارګیو کې د اسرائيلو د مشر په سفر په اعتراض کې مظاهرې کړي او د ؛ ورک شه هرتزوګه  ورک شه ؛ په څير شعارونه ئې  پورته کړي دي .

د امریکا پولیسو امریکائي ښاریزو ته خبرداری  ورکړی چې دخپل ژوند خیال دې وساتي ،ځکه چې تاؤتریخجنې حملې زیاتې شوي دي.

دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایت کې ئې نن لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په یولړ څرګندونو کې جوته کړه ،  په اساسی قانون کې هیڅ ډول بندون نشته،مشکل ئې  په اجرا کیدا کې دی،باید قانون په دقیق او اصل ډول اجرا شي.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د امریکا نیواکګر پوځ دسورئې په شمالي برخو کې ګډې پوځي ګزمې  چې له داعشي ترهه ګرو سره ئې دتش په نامه مبارزه بللې  درولي دي ، ځکه چې په کرد ځواکونو ددحملو په باب دترکیې دپوځ ګواښونه زیات شوي دي.

د قطر  ایئر فورس ټایم خپرونې لیکلی دي، ددغه هیواد په العدید پوځي مرکز کې  په د اسې حال کې چې په قطر کې دفټپال دنړیوال جام په لسګونو زره پلویان په درست قطر کې موجود دي،له  انرژۍ په دغه بډائ هیواد کې  په دغه ستر او لوي پوځي مرکز کې کابو اته زره امریکائي عسکر دیره کړي دي.البته موخه ئې تر دې دمه نه ده مشخصه شوې.

د ا یران د اسلامی جمهوریت خارجه  وزیر حسین امیر عبداللهیان داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن له مشر او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لورو د خبرواترو له غږملونکي جوزف بورل سره په  ټيلیفوني خبرو کې روښانه کړه ، خيني  اروپائي حکومتونه  دې له شیطنته لاس واخلي او  خپل اروپائي خپلواکي دې وساتي او د کارړنګونو په ځاي دې د خپلو و لسونو مشکلات او کړاؤنه حل کړي. داپه داسې حال کې دي چې  د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس مشر رافایل ګروسي یوځل بیا غوښته کړې چې د ایران او ددغه آژانس ترمینځ  دې اړیکې خپل عادي  لارې ته وګرځي.

د  ایران د سپاه پاسدارانو د حمزه شید الشهدا غونډ قوماندان سردار محمد تقي اوصانلو په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړه ، د ترهه ګرو یوه سرغنه مو په داسې حال کې چې د مونږ د توغندیو په شیشت کې راغلی ؤ ،په نښه نه کړ،ځکه د خپلې کورنۍ په مینځ کې ؤ  او د هغه د کورنۍ په خاطر  هغه هم زمونږ دتوغندي له شیشته بچ پاتې شو.

امریکا د روسیې واګنر ډله هم د داعش ،القاعدې او طالبانو په څير ترهه ګره ډله وبلله.

د ترکیې خارجه  وزیر احمد چاووش اوغلو په یولړڅرګندونو کې په سپين سترګیتوب سره ووئیل ، له اسرائيلو سره د انقرې سازباز له فلسطین سره خیانت نه دی.

داهم  د تهران چاپ وطن امروز ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي،هندی الاصل انګریز لومړي وزیر سوناک په یولړ ناغیړو څرګندونو کې په داسې حال کې  چې په ایران کې د بلواؤ بشپړ ملاتړ کوي،ووئيل،په انګلستان کې د اعتراض کونکو له ځپلو پرته بله چاره نه لرو.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دفرانسې لومونډ ورځپاڼې په خپل یوه وروستي تحلیل کې لیکلي دي، ممکنه ده د دغه یواد ښاریز هم د  اوکرانیانو په شان  مجبوره شي ،سږکال ژمئ  د مشالونو په لاس کې په اخستو سره تیر کړي او د فرانسې حکومت د بریښنا دهدفمنې غوڅيدا د سناریو لپاره دعمومی افکارو د تیارولو په حال کې دی.

 په داسې حال کې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره د لیدوکاتو لپاره چمتووالی ښودلی دی،خو د سورئې ولسمشر بشار اسد د ترکیې له ولسمشر سره له لیدوکاتو انکار کړی او وئيلي ئې دي،تر څو چې دترکیې حکومت د سورئې له خاورې خپل  پوځیان نه وی ویستلي له رجب طیب اردوغان سره د لیدوکاتو هیڅ امکان نشته.

د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ د اجرائي شورا مرستیال مشر علی دعموش په یولړ څرګندونو کې ووئيل سږکال د  قطر نړیوال  جام اصلي  او تر ټولو لوي ګټونکی فلسطین  او تر ټولو ستر بایلونکی د عربانو د اړیکو دعادي کولو هغه نظام دی چې ونه توانید،عربي ملتونه  له دغه بې شرمه او  سپين سترګي بهیر سره غږمله کړي.

د افغانستان په سمنګان ولایت کې  په یوې مذهبی مدرسې کې چاودنه او  دغه راز په کابل کې په یوه جومات کې چاودنه د یوې دسیسې کړئ  او دیوې ناغیړې عقیدې دعاملانو کار دی .

دسورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو  کې د امریکائي ترهه ګرپوځ  له خوا دملاتړ کونکو ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه او مورچلې تباه شوي دي.

په جینیوا کښې په ملګروملتوکښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر علي بحریني وویل: نوي بشري کړکیچونه باید په ایران کښې د افغانستان د مهاجرانو له مشکلاتو د غفلت سبب نشي.

**************************

اوس هم راګرځو ځينو هغو بهرنیو خپرونوته چې د افغانستان په باب ئې لیکنې کړي دي او له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي .

 د کاناډا د سي پي ۲۴ انټرنیټي سایټ  او ځينو نورو کاناډايي خپرونو لیکلي دي ،د کاناډا د واکمن لیبرال ګوند ۳ وزیرانو په دې اړه بلنه رد کړې چې ولې افغانستان ته د کاناډا د بشري مرستو مخه نیول شوې ده.

کاناډائي رسنیو لیکلي چې د دغه هېواد مشرانو جرګه په دې اړه څېړنې کوي چې د کاناډا حکومت ولې مرستندویانو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې بشري مرستې وکړي.

دغه خبری سایټ لیکلي دي،تمه ده چې د کاناډا د مشرانو جرګې د بشري حقونو کمېټه سبا دوشنبې ورځې  د فیدرالي حکومت د تروریستي ضد مقرراتو په اړه،چې د بشري مرستو ډلې په افغانستان کې له کار کولو راګرځوي، استماعیه غونډه وکړي.

د کاناډايي رسنیو پر اساس، وروسته له دې چې طالبانو د تېر کال د اګست په ۱۵  واک ترلاسه کړی، کاناډايي چارواکو د بشري مرستو ډلو ته وویل چې په افغانستان کې خلکو ته پیسې ورنه کړي او نه هغوی ته نورې مرستې ولېږي، ځکه چې له تروریستي ډلې سره مرسته ګڼل کېږي.

د کاناډا د پارلمان غړیو د دې مسئلې په اړه د جنورۍ په لومړیو کې غونډه لرله او د جون د میاشتې په راپور کې یې سپارښتنه وکړه چې د کاناډا حکومت دې د خپلو قوانینو په ترمیمولو سره د خپلو متحدانو او ملګروملتو لاره خپله کړي او اجازه دې ورکړي چې د کاناډا مرستندویې ډلې افغانانو ته مرستې ورسوي.

   مېل ورځپاڼه:د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې  شوي چې له کبله یې د پاکستان د شارژدافېر ساتونکی ژوبل شو.

د بریتانیا مېل ورځپاڼې په دې اړه لیکلي چې امریکا دا برید غندلی دی.

ورځپاڼه لیکي، دا برید په داسې وخت کې  شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکې د اسلام اباد د دې ادعا پر سر ترینګلې شوي چې د پاکستان د حکومت مخالفه وسلواله ډله یعنې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پی  په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه د پاکستان پر ضد حملې تنظیموي.

د ورځپاڼې پر اساس، د پاکستان پر شارژدافېر سفارت ته نږدې له یوې ودانۍ ډزې وشوې. له پېښې ډېر لږ وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې اړه ټویټ وکړ، برید یې د پاکستان د سفارت د مشر عبیدالرحمان نظاماني د وژلو هڅه وبلله او ویې غندله.

پاکستان د خپل شارژدافېر ټپي ساتونکی په هیليکوپټر کې خپل هېواد ته یووړ او اوس یې هلته درملنه کېږي.

د مېل ورځپاڼې د لیکنې پر اساس، دا پېښه څو ورځې وروسته له دې کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیره کابل ته لاړه او له طالب چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو او اندېښنو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نېډپرایس ویلي چې هېواد یې د پاکستان پر سفارت برید غندي.

پرایس، چې له خبریالانو سره غږیده، وویل، له هغو کسانو سره چې په دې پېښه کې تاوان ور رسېدلی، خواخوږي ښيي.