ارجنټاین کروشیا ته په فټبال لوبې کې په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام پایلوبې ته ورسید
بله نیمه پایلوبه نن شپه لسم نیمې بجې د فرانسې او مراکش ترمینځ ترسره شي. او له د غو دواړو ټیمونو ګټونکی به په پای لوبې کې له ارجنټاین سره د راتلونکي یکشنبې په شپه فائينل لوبه وکړي او هغه مهال به د فټبال د نړیوال جام اتل معلوم شي.
زمونږخبریال راپور راکړ، د فوټبال نړیوال جام دسیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه بیګا د ارجنټاین او د تېر نړیوال جام دویم مقام ګټونکې لوبډلې کروشیا ترمینځ وشوه، چې د ارجنټاین د فټ بال ملی لوبډلې د صفر په مقابل کې په درو ګولونو سره دغه نیمه پاي لوبه وګټله او دغه راز ئې د شپږم ځل لپاره دنړیوال جام پاي لوبو ته لاره وموندله.
د یادونې ده، د دغه نړیوال جام په پیل کې سعودي عربستان ارجنټاین ته په ماتې ورکولو سره ټول حیران کړي وو، خو اوس ارجنټاین د دغو سیالیو پایلوبې ته ووت.