د تهران او نړۍ ځینو نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
دوستانو نن په درست ایران کې د حوزې او پوهنتون د وحدت او یووالی ملی ورځ لمانځل کیږي ،دغه تاریخي پيښې د یوه ستر مبارز روحاني او او د حوزې او پوهنتون د وحدت د یو جارچي آیت ا... ډکټر محمد مفتح د شهادت کلیزه ده ،ډاکټر مفتح دخپل ژوند په وروستیو کلونو کې ډيره هڅه وکړه ،څو حوزه او پوهنتون دعملی ا، څیړنیزو دوو اورګانونو په توګه د یوه بل ترڅڼګ نزدې کړي او دغه راز د د استکبار له خوا دحوزې او پوهنتون ترمینځ رامینځةشوی ستر درز ډک کړي او د یوې موخې او یوه هدف په لور حرکت وکړي ، نو په دې مناسبت دتهران ریډیو درست کارکونکي مبارکي وائي ،
او س هم راګرځو نننیو ورځپاڼو ته ،نودا هم د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي،د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په یولړڅرګندونو کې ووئيل،د سټراټژيک اقدام قانون ، دایټمی صنعت د پراختیا لپاره یو ښه قانون ؤ ،او اوس د یورانیمو دپخولو ددغه قانون اجرا هغې سوئې ته رسیدلی چې دمګړئ د هیواد دیورانیمو پخول ددغه صنعت دټول تاریخ دوه چنده شوي دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د عراق خبری سرچینو راپور ورکړ،په بغداد کې د مقاومتي چورلیز د وخت دقوماندان جنرال قاسم سلیماني او د هغه د ملګری ابومهدي المهندس د دریمې کلیزې په دستورو کې خلکو مړه دې امریکا او مړۀ دې وي اسرائيل په شعار پورته کولو سره په دغو دستورو کې د امریکائي پلاوي دګډون مخه ونیوله او په دغو دستورو کې ئې د امریکائي سفارت دپلاوي د ګډون اجازت ورنکړ.
د امریکا د هارورډ پوهنتون یو نامتو استاد او لیکوال سټیفن والټ استدلال ک ړی چې د لیبرالزم داصولو په پلي کولو د امریکا د حکومت ټينګار سبب کیږي،دغه هیواد هیڅکله هم په نړیوال ډګر کې له خپلو تیروتنو درس نه اخلی او دتیروتنو تکرارولو ته مجبوره کیږي، دوي دغه راز لیکلی دي،امریکا حتی که هم وغواړي،نو بیا هم له حماقتونو لاس په سر نشي کیدلی او تیروتنو ته بیا بیا دوام ورکوي.
امریکائي رسندویو په همداوروستیو کې پخپلو راپورو نو کې لړزونکي اطلاعات خپرۀ کړي او لیکلي ئې دي،په امریکا کې د ښځو وضعیّت تر دې حده رسیدلی چې په هرو اته نوي سکنډونو کې پر یوې ښځې تیری کیږي او دغه راز یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې هم په یوه لړزونکي راپور کې ایشوا کړې ده چې په هرو اتو دقیقو کې چې په امریکا کې جنسي تیري کیږي ،نو په دغو جنسی تیریو کې یو قرباني یو ماشوم وي.
داهم د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي،د ایران د اسلامی شورا مشر محمدباقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د ایران اقتصاد پکار ده چې ولسی شي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،د اردن پاچا دوهم ملک عبدا.....د یوه هغه اردني افسر د جنازې په دستورو کې چې ددغه هیواد د وروستیو حکومتي ضد اعتراضونو په دوام کې د وسلوالو کسانو په لاس وژل شوی ؤ ،د هرډول اعتراضونو د ځپلو فرمان صادر کړ او اعتراض کونکي ئې په سخت ځواب ترلاسه کولو وګواښل.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دترکیې پوځ له تیرو شواروز راهسې د سورئې په شمال کې د سورئې ډيموکراټيک ځوا ک نومې ډلې ترکنټرول لاندې سیمو باندې خپل توغندوي اوراکټي حملې بیرته پیل کړي دي او وئيل کیږي ، چې په دغو توغندوي حملو کې ددغې سیمې اوسیدونکو ته درندې مرګ ژوبلې او مالی تاوانونه اوښتي دي .
له روسیې سره د ناټو موسیسې د غړو هیوادونو دختیخي پولو دپیاوړتیا لپاره ددغې پوځي موسیسې له هلوځلو سره په یووخت،د امریکا دمځکني ځواک یوه ډله دپه استوینیا کې په هغه پوځي مرکز کې دیره شوې چې د روسیې له پولې سره په شل کلومیټرۍ کې واقع ده.
د یمن په جنوبی ولایتونو کې د متحده عربی اماراتو او عربستان د تالی څټو ترمینځ اخ وډب هماغه راز دوام لری،داپه داسې حال کې دي چې د یمن دجنوب انقلابی غورځنګ او دهغو پلویانو له ځاي خلکو غوښتي دي چې ددغو دواړو تیریګرو او ائيتلافي ځواک په ضد دې اعتراضیه مظاهرې وکړي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو دکمیشن په یوې وروستۍ اعلامیې کې راغلي دي،اسلام اباد باید د افغانستان له طالبانو سره پخپلو اړیکو او ددغه هیواد په اړه پخپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي .
د پاکستان د اپوزیشن مشر او ددغه هیواد پخواني لومړي وزیر عمران خان پرون اعلان کړی چې د هغه دګوند تحریک انصاف په حکمرانۍ سره د پنجاب او خیبر پختونخواه صوبو صوبائي جرګې به په راتلونکي جمعې ورځې ړنګې اعلان کړي څو په هیواد کې د اړئ ګړئ د مخنیوي لپاره عامو انتخاباتو ته لاره هواره شي.
= داهم د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،دپاسکتان رسندویو لیکلی دي،د پاکستان حکومت له افغانستان سره پخپلو پولو کې دامنیتی تشې په زیاتیدا باندې په ترټولو روستیو غبرګونو نو کې کابل، د پاکستان په خاورې دحملو د عواملو په ضد په مستقیم اقدام وګواښۀ او خبرداری ئې ورکړ د اسلام اباد صبر نور تمام شوی دی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د امریکایوه پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، اوس وخت راسیدلی چې د اوکراین د جنګ په اړه د تاؤتریخوالي په ځاي دخبرواترو له لارې د شخړې دحل هڅه وشي.
د افغانستان ځای سرچینو او خبری ټولنو د راپورو نو په اساس،په دغه هیواد کې د طالبانو موقته حکومت د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار نامه په امام اعظم یا امام ابوحنیفه ښار بدله کړې ده ، چې دغې چارې د ځاي شناندو او مدني ټولنو سخت غبرګونونه راپارولي دي .
دجنوبی افریقا د نړیوالو اړیکو او ملګرتیاؤ د چارو زویر نالدي پانډور د فلسطین له ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې په ډاګه وئیلي دي ، له افریقائي اتحادئې سره د صهیونیسټي رژيم یو ځای کیدا ددغې اتحادئې د منشور د روح او متن سپکاوي ګڼي او دغه رژيم په دغې لوئې اتحادئې کې هیڅ ځاي نه لري.
د روسیې خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا له روسیې سره د ترکیې داړیکو او دغه راز دماسکو په ضد د له بندیزونو سره د انقرې د یوځاي کیدا لپاره د غوښتې په اړه د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د مسئول جوزف بورل په وروستیو څرګندونو په سخت غبرګون کې دغه څرګنندونې له هرډول منطقي تفکره لیرې وبللې.
د عراق په نینوا او موصل ولایتونو کې د دغه هیواد د پوځ او الحشد الشعبي ولسی ځواک په یولړ ګډو عملیاتو کې دداعشي تکفیریانو ځیني پاتې شونو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې دجنایتکارو یو شمیر پټنځایونه او مهم تجهیزات تباه او یو شمیر سرنګونه هم له مینځه وړل شوي دي.
= اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو خپرونو او ورځپاڼو ته چې د افغانستان د وروستیو پيښو په اړه ئې لیکنې او شننې کړي دي او مونږ له انټرنیټه راخستي او له تاسو ئې سره هم شریکوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په امریکا کې د لسګونه زره افغان کډوالو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې هلته یې د دایمي اوسېدو برخلیک لا نه دی معلوم.
ورځپاڼې لیکلي دي ،د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پاي پورې د امریکا په مشرۍ له افغانستانه د خلکو د ایستلو په خاص او بېړني پروګرام کې څه باندې ۱۲۴ زره کسان وایستل شول.
دا افغانان لومړی په قطر، دوبۍ او ځینو نورو دریمو هېوادونو کې څو میاشتې په موقتو کیمپونو کې اوسېدل.
که څه هم تر دې دمه له دې ډلې افغانانو یوه لویه برخه امریکا ته رسېدلي خو هلته لا هم په دې نه دي توانېدلي چې دایمي هستوګنه او د کار اجازه ترلاسه کړي.
د نیویارک ټایمز له خوا په دې خپره شوې مقاله کې د امریکا له کانګرس غوښتل شوي چې د افغان متحدانو په اړه ځانګړې قانوني لایحه تصویب کړي ځکه له دې لایحې پرته به د هغو اویا زرو افغان کډوالو برخلیک همداسې نامعلوم وي چې له افغانستانه ویستل شوي.
دوی چې اکثرو ئې د امریکا له عسکرو سره په افغانستان کې کار کړی د کډوالۍ د خاصو ویزو یا ایس آی وي او نورو ویزو په مټ امریکا ته انتقال شوي.
مقالې د امریکا د اداري چارو د لټَیو او د افغانانو په اړه د مقاماتو په بې غورۍ نیوکه کړې او ویل شوي چې د اوکراین جګړې د امریکا پام له دې کډوالو اړولی دی.
تر ټولو جدي اندېښنه دا ده چې د اکثرو دغو افغان کډوالو قانوني هستوګنه تر ۲۰۲۳ کال وروسته ختمیږي او حکومت ډېر وخت نه لري چې د دایمي هستوګنې او کار چارې یې بشپړې کړي.
= فیّیر ابزرَور څېړندويې خپرونې په نړیواله کچه د طالبانو د انزوا په تړاو یوه مقاله خپره کړې ده.
د مقالې لیکوال ویلي که څه هم د طالبانو رژیم په کابل له مسلط کیدا وروسته ورځ تر بلې خپله واکمني لا پسې کلکه کړې خو په کور دننه او نړیوال سټيج د مشروعیت له پلوه کړېږي او له ډپلوماټیکې انزوا سره مخ دي.
لیکوال زیاتوي طالب چارواکي د خپل اعتبار د حل لپاره لاس په کار شوي خو په دې یې وس نه رسیږي چې د خلکو ستونزې هوارې کړي.
په مقاله کې د افغانانو زیاتېدونکې لوږې، بېوزلئ او مذهبي او قومي لږکیو ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو او ترهګریزو بریدونو یادونه شوې ده.
فیّیر ابزرور خپرونې زیاته کړې چې طالب چارواکي وخت په وخت په افغانستان او ځینو هېوادونو کې له ډپلوماټانو او بهرنیو چارواکو سره ګوري او د رسمیت پېژندنې او کلکو اړیکو د جوړولو په هڅه کې دي.
د فییر ابزرور په دې مقاله کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترهګریزو مراکزو د خطر د زیاتېدو، مذهبي او قومي لږکیو ته پېښ ځاني ګواښ، د نړیوال امنیت تهدید او د بشري حقونو نقض هغه څه یاد کړي چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن یې لا پسې زیات کړی دی.