چین یوځل بیا ترټولو ستر کرونائي بحران سره مخامخ شوی دی
البته ځيني نړیوالې سرچینې وائي سره له دې چې په چین کې د کرونائي ویروس خوریدا ډیره زیاته شوې ده خو چین هڅه کوي شرائط لا ترینګلي ونه بریښوي.
زمونږخبریال راپور راکړ، د دسمبر میاشت په لومړنیو اونیو کې چین په کرونائي ویروس په کابو دوه نیم میلیون کسانو ککړتیا سره ، په نړۍ کې د کرونائي ویروس لازیاتې خوریدا له ترټولو سترې خطرې سره لاس اوګریوان شوی دی.
سره له دې چې کروناویروس په لومړي ځل په چین کې راپور شو،خو د مناسبو سیاستونو اومخنیوي غوره کولو په دلیل دغه هیواد تر دې دمه ترټولو کمې مړینې درلودلي دي . په عین حال کې په وروستیو اونیو کې د ځینو کرونائي محدودیّتونو له لیریکولو وروسته په چین کې په دغه ویروس ککړتیا مخ په زیاتیدا شوي او دغې موضوع ددغه هیواد مسئولان په تیره بیا د روغتیائی چارو د برخې چارواکي له سختو شرائطو سره مخ کړي دي .
البته ځيني نړیوالې سرچینې وائي سره له دې چې په چین کې د کرونائي ویروس خوریدا ډیره زیاته شوې ده خو چین هڅه کوي شرائط لا ترینګلي ونه بریښوي.