د امریکا په ایندیانا ایالت کې ډزې رامنځته شوي دي
د امریکا په ایندیانا ایالت کې د دزو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
په امریکا کې په آزاد ډول د وسلې ګرځولو له امله په دې هېواد کې وسله والې نښتې او ډزې رامنځته کېږي چې هره ورځ قرباني اخلي.
د صدا او سیما خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا پولیسو اعلان کړی، ډزې د چهار شبنې په شپه د اندیانا پلیس ښار په ختیځ کې رامنځته شوي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل هم ټپي شوی دی.
په دې مرکز کې په ۲۰۲۱م کال کې هم د ډزو له امله مرګ ژوبله اوښتې وه.
په ۲۰۲۰م کال کې هم په دې مرکز کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی وو.
د نړۍ له نورو هېوادونو سره د امریکا د وسله والو تاوتریخوالو د شمېرو پرتله کول، امریکا په بشپړه توګه یو بېل هېواد ښيي، له دې سره چې امریکا نږدې د نړۍ ۵ سلنه جمعیت رانغاړي، نږدې ۳۱ سلنه هغه کسان چې په وسلې سره د وژنو لامل ګرځي، په امریکا کې شتون لري.
څېرنې ښيي، په امریکا کې په وسلې سره د وژل شویو کسانو شمېره په تېرو ۳۰ کلونو کې خپل وروستي برید ته رسېدلې ده.