ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125862-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 07, 2023 12:18 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د امریکې د خارجه وزارت د ویاند خبره په غټو ټکیو راخیستې ده، لیکي: ایران د امریکې په وړاندې ترټولو ستره ننګونه.

په خبر کښې لولو چې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یوځل بیا د واشنګټن د مداخله غواړو څرګندونو په تکرارولو سره وویل چې د ایټمي موافقې د راژوندې کولو مذاکارت له تیرو څو میاشتو راهیسې له ایجنډا وتلې دي او د بایډن حکومت په کورنیو مسائلو او ناقراریو او هم د ایران او روسیې له مخ په پراختیا امنیتي اړیکو سره په مقابلې متمرکز شوی دی.

نډ پرایس د خبریالانو په ټول کښې، د خپلو تیرو څرګندونو په تکرارولو سره مدعي شو چې په ایران کښې د معترضانو ځپنې ته په پام سره ، د بایډن حکومت د ایران د حلکو له حقوقو ملاتړ ته پام اړولی دی.

دغه امریکايي چارواکي په مذاکراتو کښې د بایډن د حکومت دریځ ته له اشارې پرته یوځل بیا ادعا وکړه چې په تیر ستمبر کښې د برجام (ایټمي موافقې) د دوباره فعالولو موافقه فاینل شوې وه خو ایران یې له منلو ډډه وکړه.

ابرار ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د ایران او عربستان اړیکو ته په اشارې سره د ایران د ولسمشر د مرستیال له خولې لیکلي دي: ایران او عربستان د مذاکراتو جاري ساتلو ته تیار دي.

د ولسمشر رئیسي پارلیماني مرستیال وویل: ایران او سعودي عربستان د خبرواترو دوام ته چمتو دي او مونږ هم د بغداد د خبرواترو په جاري پاتې کیدو ټینګار لرو.

سید محمد حسیني په برازیلیا کښې د برازیل د ولسمشر د لوړې د دستورو ترڅنګ د عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خپل ملاقات ته په اشارې سره څرګنده کړه: خبرې اترې باید جاري پاتې شي او د دواړو لورو اندیښنې باید مطرح او حل شي ترڅو د دوي ترمینځ اړیکې دوباره ټینګې شي. */*/*/*/*/

له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامی ورځپاڼې بیا د خپل وړومبي مخ ستر خبر د یوکرین له جنګ سره د ایران د ایټمي موافقې اړوندوالي ته ځانګړی کړی او د «المانیتور« له قوله یې لیکلي دي: ترڅو چې د یوکرین جنګ نه وي ختم شوی، برجام نه راژوندی کیږي.

المانیتور خپرندوې د یو اروپايي ډیپلماټ له خولې لیکلي چې د یوکرین جنګ د ایران د ایټمي مذاکراتو په شمول ټولې دوسیې ککړوي. دا هر څه په دې معنا نه دي چې ګني موافقه مړه شوې ده، خو د قبرستان په لور یې تګ دی. برجام (ایټمي موافقه) د امریکايي چارواکو له څرګندونو وتلې ده او خپل ځاې یې د ارجح انتخاب په توګه له ډیپلماسۍ یوې غیرشفافې معاهدې ته ورکړی دی.

هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د افغانستان د تیلو د رایستلو لپاره له طالبانو سره د چین د ۲۵ کلن تړون خبر راخیستی دی او لیکي چې د طالبانو حکومت د هیواد په شمال کښې د (آمو سیند) د تیلو استخراج چین ته وسپاره.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د طالبانو د موقته حکومت د معدنونو او تیلو د وزارت سرپرست د آمو سیند د تیلو د برخې د استخراج د تړون د لاسلیکولو په دستورو کښې وویل چې له دغې سیمې د تیلو د استخراج د کار په پیلیدو سره به افغانستان تر راتلونکو دریو کالو د تیلو صادرول پیل کړی.

شهاب الدین دلاور په کابل کښې د آمو دریا تیلی سیمې څخه د استخراج د تړون د لاسلیکیدو په مراسمو کښې ویلی دی: له دې برخې د تیلو رایستل به پیل شی. د معلوماتو له مخې، د دغه تړون موده ۲۵ کاله ده.

طالبانو ویلی دی چې د آمو سیند تیلی سایټ د استخراج د کار په پیلیدو سره به درې زره کسانو ته د کار برابر شی.

د افغانستان په شمال کښې د آمو دریا سیمه د افغانستان یوه تیل لرونکې سیمه ده چې په سرپل او فاریاب ولایتونو کښې راځی.

 */*/*/*/*/

اوس به د تهران چاپ د کیهان ورځپاڼې ځینو بهرنیو خبرونو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو چې په دا ډول دي:

د آمازون عامل مدیر په امریکا کښې موجود اقتصادي کړکیچ ته په اشارې سره ویلي چې د دغه شرکت د ۱۸ زرو کارکونکو د ایستلو بهیر پیلیدونکی دی.

*/*

دا په داسې حال کښې دي چې د دومره سترو کړکیچونو په اوج کښې او په داسې حال کښې چې یوولس لاکه امریکایان له کرونا مړه شوي دي، د امریکې ولسمشر جوبایډن بیا هم خپلې ګډې وډې خبرې نه پریږدي او په دې وروستیو کښې یې ویلي دي: دنیا زمونږ د جینز پتلون د پيوند برابر هم نه ده.

*/

له بلې خوا امریکايي ځواکونه د سوریې د تیلو او غنمو غلا کولو ته دوام ورکوي. هغوي یوځل بیا د غنمو او تیلو د ۶۰ ټرکونو او ټانکرونو یوه جوپه لوټلې او د عراق په شمال کښې یې خپلې اډې ته منتقله کړه.

خو داسې ښکاري چې دغه غلاګانې له امریکایانو څخه د کرکې د زیاتیدو سبب شوې دي او په دې لړ کښې ځینو سرچینو د سوریې په دیرالزور کښې په العمر تیلي میدان کښې د امریکايي نیواکګرو ځواکونو د هدف ګرځیدو خبر ورکړی دی.

*/

او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د انتخاباتو په درشل کښې ګراني او انفلیشن په مصنوعي توګه کم کړی دی.

*/*/*

 

د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو بیا د نورو خبرونو ترڅنګ په افغانستان کښې د چلغوزو د پراخ تولید او بهر ته یې د وارداتو خبر ته انعکاس ورکړی دی او لیکي چې د طالبانو د تجارت وزارت په تېرو نهو میاشتو کې نړیوالو بازارونو ته د چلغوزو د پراخ صادراتو خبر ورکړ

د طالبانو د تجارت او صنعت وزارت وویل چې په تېرو نهو میاشتو کې  یې تر نهو زرو ټنو زیات چلغوزی  بهر ته صادر کړې دی.

د دغه وزارت د راپور له مخې افغانستان له دې لارې درې میلیونه ډالره لاسته راوړې او تر ټولو زیات چلغوزی له هوایی لارې چین ته استول شوې دی.

 د طالبانو د تجارت او صنعت د وزارت ویندویی اخوندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وویل: تقریبا کابو دوه زره دوه لکه ټنه چلغوزی چین ته صادر شوې او اوه سوه ټنه له هوایی دهلیزه اول ازبکستان او بیا چین ته صادر شوې دی.

له بلې خوا د چلغوزو تاجران  وایی چې په نړیوالو بازارونو کې د چلغوزو غوښتنه زیاته شوې ده.

 په عین حال کې د طالبانو د خزانې وزارت وایی چې د دغه ډلې له خوا د راتلونکی بودجې د جوړولو لپاره  کار د داخلی عایداتو په اساس روان دی.

 د خزانې د وزارت په وینا داخلی عاید ډېر زیات شوې او  ددې لپاره چې لا هم زیات شی د ګاونډیوهیوادونو سره اړیکی باید پراخ شی او د دولت پروګرام  هم دا دی چې د داخلی پانګه والو ملاتړ وکړی.

*/*/*/

له افغانستانه یو بل د خوشالۍ خبر دا چې د ترانس افغان ریل لارې په هکله د افغانستان او پاکستان ترمینځ خبرې اترې شوې دي

د افغانستان د ریلوی ادارې وویل چې د دغې ادارې مشر پاکستان ته په خپل رسمی سفر کښې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغان ترانس ریل لارې د تخنیکی څیړنو په پیلولو باندې خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د ریلوی ادارې وویل چې د دغې ادارې مشر پاکستان ته په خپل رسمی سفر کښې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغان ترانس ریل لارې د تخنیکی څیړنو د پیلولو په سره خبرې اترې کړې دی.

د افغانستان د ریلوی ویاند «عبدالسمیع درانی‌» وویل چې د پاکستان د ریلوی مشر هم د افغان ترانس ریل پټلۍ د تخنیکی څیړنو د لګښت د ورکولو ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د افغان ترانس ریل لاره د تخنیکی څیړنو په وجه ضروری چمتووالی لری او پاکستانی چارواکو هم واضحه کړې ده چې له ازبکستان سره په ګډه د دغې پټلۍ د فنی جاج اخیستو لګښت ورکړی.

د افغانستان د ریلوی ادارې د معلوماتو له مخې، افغان ترانس پروګرام چې له مزار شریف څخه د پاکستان تر تورخمه پورې ۷۶۴ کیلومیټره کیږی، تقریباً په ۶ میلیارډ ډالره بودجې سره به په پنځو کالو کښې بشپړه شی.

*/*/*/*/*/*/*/