دا د نړۍ تر ټولو کوچنۍ سویې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126178-دا_د_نړۍ_تر_ټولو_کوچنۍ_سویې_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی «کولمبین بیسن پګمي » د نړۍ تر ټولو کوچنی او نایابه خرګوش یعني سویه بلل شوي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 06:17 Asia/Kabul
  • دا د نړۍ تر ټولو کوچنۍ سویې  دي

زمونږ خبریال راپور راکړی «کولمبین بیسن پګمي » د نړۍ تر ټولو کوچنی او نایابه خرګوش یعني سویه بلل شوي ده.

د  سویې دغه نسل د امریکا د واشنګټن په یوې سیمې کښې ژوند کوي او دغه خرګوش له نیم کلوګرامه کم وزن لري.

دغه سویې دومره کوچني وي چې د انسان د لاس په ورغوي کښې په اسانۍ سره ځاییږي.

د سویو دغه نسل  په دوه زره لومړي (۲۰۰۱)میلادي کال کښې ختم اعلان شوی وو خو د خرګوش له نورو نسلونو سره د دغو سویو د ډي این ای(DNA) په یوځاې کولو سره د دغه نسل د ژوندي ساتلو هڅې روانې دي.

دغه کوچنۍ سویې یو خاص ډول واښه او بوټي خوري او د دغو سویو وزن له درې سوه پینځه اویا ګرامو  څخه تر پینځه سوه ګرامو پورې وي او  بدن یې درویشت اعشاریه پینځه څخه تر نهویشت اعشاریه پینځه سینټي میټرو پورې وي.