د تورپوستانو پروړاندې د امریکا پولیسو تاوتریخوالی دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126184-د_تورپوستانو_پروړاندې_د_امریکا_پولیسو_تاوتریخوالی_دوام_لري
د تورپوستانو د حقونو فعال ټینګار کوي چې هره پېښه د ترپوستو لپاره شونې ده د پولیسو له لوري د دوی د مړینې لامل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 09:42 Asia/Kabul
  • د تورپوستانو پروړاندې د امریکا پولیسو تاوتریخوالی دوام لري

د تورپوستانو د حقونو فعال ټینګار کوي چې هره پېښه د ترپوستو لپاره شونې ده د پولیسو له لوري د دوی د مړینې لامل شي.

د لس انجلس پولیسو په تازګۍ او د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د جنوري په درېیمه یې له یوه انګلیسي ښوونکي کینان ندرسون سره د لس آنجلس په ونیس سیمه کې له یوې ټرافیکي پېښې سره مخ شوي دي.

د پولیسو له لوري خپاره شوي انځورونو کې ښکاري چې پولیس سرتېري د کینان اندرسون د نیولو پرمهال په کراتو له برښنايي شوک څخه کار اخلي.  د اندرسون له نیولو وروسته، هغه یوه سیمه ایز روغتون ته لېږدوي خو د زړه درېدو له امله خپل ځان له لاسه ورکوي.

په امریکا کې د تورپوستو د موضوعاتو د راپور مرکز مشر مارګارت کمبرلي د جمعې په ورځ له پرس ټي وي سره په خبرو کې وویل: په تېر کال کې د امریکا پولیس سرتېرو هره ورځ په منځنۍ کچه درې وګړي وژلي او له دې کسانو څخه هم یو کس یې تور پوستی دی.

کمرلي زیاته کړې: خو په دې هېواد کې د دا ډول وضعیت د منلو وړ دی او د هغه توجیح ته اړتیا هم نشته. پولیس زموږ د ژوند په اړه دا ځواک او واک لري.

د تورپوستو د حقونو دې فعال څرګنده کړې، هر کال له زرو ډېر کسان د پولیسو له روي وژل کېږي او موږ داسې کلتور لرو چې تاوتریخوالی او پوځي توب ډېروي او په دې هېواد کې د پولیسو د تاوتریخجنو ګامونو د مقابلې لپاره هېڅ یوه لاره شتون نه لري.

د کمرلي په خبره: د امریکا پولیس سرتېري پېښو ته له پاملرنې پرته ټول تور پوستي وګړي تر څار لاندې لري. ځیني کسان وايي چې د ټرافیکي پېښې له رامنځته کېدو وروسته له پولیسو څخه د مرستې غوښتنه کوي، خو د پولیسو له تاوتریخلي سره مخ کېږي.