چین به په موقعې د بالون دنسکوریدا په اړه امریکا ته ځواب ورکړي
(last modified Mon, 06 Feb 2023 02:50:23 GMT )
Feb 06, 2023 07:20 Asia/Kabul
  •  چین به په موقعې د بالون دنسکوریدا په اړه امریکا ته ځواب ورکړي

د چین دفاع وزارت د امریکا له خوا د چینی بالون دنسکورولو په غبرګون کې  ټينګار کړی دی ،بیجینګ  دځان لپاره په دې باب د لازمو اقداماتو دترسره کولو حق محفوظ ساتي.

د امریکا فکس نیوز خبری چینل راپور ورکړی،چې دامریکا پوځ د کارولینا ایالت په سواحلو کې د چین یو بالونو چې له څو ورځو راهسې د امریکا په فضا کې ګرځید ،نسکور کړی دی.   د امریکا دفاع وزیر لویډ آستین  په دې زمینې کې مدعی شوی چینی بالون چې نسکور شوی ، د امریکا د سټراټژیکو مرکزونو د جاسوسۍ اوڅارنې   دموخې لپاره ورڅخه استفاده کیدله .

 داپه داسې حال کې دي چې د چین حکومت له دې مخکې وئيلي وو ،هغه بالون چې  دامریکا پر فضا الوت کوي،غیر پوځي دی  او د هواپيژندنې اوعلمی موخو لپاره  ورڅخه استفاده کیږي.

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ، دچین دفاع وزارت پرون ناوخته  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، امریکا  دچین دغیر پوځي  بالون د ټارګټ کولو لپاره  له پوځي قدرته استفاده کړې چې ښئ  یو افراط پال عمل ئې  کړی دی.

 له دې مخکې د چین خارجه وزارت  د امریکا په فضا کې د چینی بالون په نسکوریدا په افسوس او خپګان ښودلو سره  وئیلی وو،بیجینګ د  ځان لپاره د ورته مقابلې  حق محفوظ ساتي . او امریکاپه دغه اقدام سره دنړیوالو منشورونو  دقوانینو جدي خلاف ورزي کړې ده .

 

ټیګونه