د شاه رخ خان پټان فلم په ۱۷ ورځو کې ۹ میلیارده هندي کلدارې ګټلي
د بالیوډ د پاچا شاه رخ خان فلم یواځې په ۱۷ ورځو کې ۹ میلیارده هندي کلدارې ګټلي چې له دې شمېر څخه یې څه باندې ۵ نیم میلیارده یواځې په هندوستان او نږدې ۳ نیم میلیارده هندي کلدارې یې په نوره نړۍ کې ګټلي.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې په نړیوال باکس افس کې د پټان فلم عواید یواځې په ۱۷ ورځو کې څه باندې ۹ میلیارده هندي کلدارو ته رسیدلي چې د بالیوډ سینما په تاریخ کې د نړۍ په کچه تر ټولو د لوړ عاید ګټوونکی هندي فلم ریکارډ یې خپل کړ.
په دې فلم کې د شاه رخ خان سره ډیپیکا، جان ابراهیم او یو شمېر نورو مشهور لوبغاړي لوبېدلي دي.