Jun 19, 2024 15:10 Asia/Kabul
  • په تهران کې د اسيا د همکاريو د سازمان د عمومي اسمبلۍ غونډې جوړیدل

د ایران پلازمینه تهران راتلوونکې اونۍ د اسیا د همکاریو سازمان د خبرو اترو د فورم د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي: د سرطان د میاشتې په درېیمه او څلورمه نیټه، د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې به تهران د اسيا د همکاریو، د خبرو اترو د فورم غونډه کې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه د چارواکو کوربه وي.

ایران دا مهال د دغه سرهمکاریو سازمان ریاست پر غاړه لري

د يادونې وړ ده چې د اسيا د همکاريو د خبرو اترو فورم په دوه زره دوه کال کې جوړ شوى او مرکزي دفتر يې په کویټ کې دى.

پنځه دیرش اسیایي هېوادونه چې ایران، تایلینډ، اندونیزیا، مالیزیا، فیلیپین، برونای، سنګاپور، کمبودیا، ویتنام، میانمار، لاوس، نیپال، روسیه، ترکیه، جاپان، چین، منګولیا، جنوبي کوریا، هند، افغانستان، پاکستان، بنګله دیش، سری لنکا، بوتان، کویټ، بحرین، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات، عمان، فلسطین، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان د دې فورم غړي دي.

 

ټیګونه