له ایران سره اړیکې د هیڅ یوه دریم لوری په  ضد نه دي
(last modified Wed, 15 Feb 2023 02:04:32 GMT )
Feb 15, 2023 06:34 Asia/Kabul
  • له ایران سره اړیکې د هیڅ یوه دریم لوری په  ضد نه دي

ایران او چین په وروستیو کلونو کې په دفاعي،اقتصادي او سیاسی  زمینو کې خپلې اړیکې تر ډيره حده پراخې کړ ي دي،  په ۲۰۲۱کال  مارچ کې د پنځه ویشت کلن سټراټژيک سند لاسلیک کیدا ، ددغه بهیر د بشپړتیال پاره یو مهم ګام حسابیږي . دغه سند په سیاسی واقتصادي او کلتوري زمینو کې ددواړو هیوادونو د اوږدمهاله ملګرتیا لاره مشخص کوي.   

 د  چین د خارجه وزارت ویندوي وانګ ون بین  پرون ناوخته  په یولړڅرګندونو کې  بیجینګ ته دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر  له سفر سره په یووخت  د چین او ایران ترمینځ د دوستانه اړیکو پراختیا او پرمختګ  رغنده او ددواړو هیوادونو او په مینځني ختیځ کې د ثبات  په ګټه وبالۀ. وانګ ون بین  ووئیل،  دایران او چین دوه اړخیزې اړیکې  دهیڅ یوه دریم لوري په  خلاف نه دي   او په سمیې کې  دثبات، پراختیا او پرمختګ غوښتونکی دی.

ټیګونه