د حضرت امام حسین ع د زوکړې په مناسبت مبارکي ومنئ
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د جمعې ورځ د دوه زره درویشتم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې څلرویشتمه او د څوارلس سوه څلورڅلویښتم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې دریمه نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د یوه ډیر ګران لسمي او د شهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام د نیمکرغه زوکړې او د پاسدار ورځ ده.
د شعبان د میاشتې دریمه نیټه د اسلام د شریعت محمدي صلی الله علیه واله وسلم او د اسلام د ستر پاسدار حضرت امام حسین علیه السلام د زوکړې کلیزه ده چې په کربلا کښې د جنګ په میدان کښې یې په خپلې بې ساري سرشیندنې سره د دنیا ټولو خلکو ته د عزت او د پتیالتوب درس ورزده کړ؛ داسې ستر شخصیت چې د قران کریم او د ګران اسلام د ساتلو او د دفاع کولو بیلګه شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د حضرت امام حسین علیه السلام د زوکړې ورځ د پاسدار ورځ ونوموله چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام عزت، پتیالیتوب او بصیرت د تل لپاره د شیعه مسلمانانو په تیره بیا د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د سیرت او د ژوند بیلګه او نمونه شي.
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام او د اسلامي انقلاب په ساتلو کښې د یوه اغیز شیندونکي ځواک په توګه داسې ستر ویاړ دی چې تل د ایران په تاریخ کښې ځلیږي.
د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن اداره« صداوسیما »د حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا نورو ازادي غواړو او تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.