د بالیووډ مشهور ستوري خپلو ساتونکو ته څومره معاش ورکوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129112
هندي رسنۍ وایي، د بالیووډ مشهور ستوري امیتاب بچن، شاه رخ خان او سلمان خان خپلو ساتوونکو ته د میاشتې میلیونونه هندي کلدارې تنخوا ورکوي.
(last modified 2023-03-07T09:04:56+00:00 )
Mar 07, 2023 13:24 Asia/Kabul
  • د بالیووډ مشهور ستوري خپلو ساتونکو ته څومره معاش ورکوي؟

هندي رسنۍ وایي، د بالیووډ مشهور ستوري امیتاب بچن، شاه رخ خان او سلمان خان خپلو ساتوونکو ته د میاشتې میلیونونه هندي کلدارې تنخوا ورکوي.

د بالیووډ مشهور ستوري خپلو ساتونکو ته څومره معاش ورکوي؟

هندي رسنۍ وایي، د بالیووډ مشهور ستوري امیتاب بچن، شاه رخ خان او سلمان خان خپلو ساتوونکو ته د میاشتې میلیونونه هندي کلدارې تنخوا ورکوي.

د دې را پور له مخې شاه رخ خان خپل ساتوونکي روي سنګهـ ته د میاشتې ۲ میلیونه هندۍ کلدارې معاش ورکوي، خو د خپلو ساتوونکو مشر پوجا دادلاني ته د کال اویا میلیونه هندي کلدارې تنخوا ورکوي.

همدا راز عامر خان او سلمان خان خپل هر ساتوونکي ته د میاشتې یو میلیون او شپږ سوه زره هندي کلدارې تنخوا ورکوي، خو امیتابچن بیا خپل ساتوونکي ته د کال شل میلیونه هندي کلدارې تنخوا ورکوي.

د خپور شوي لیست له مخې اکشي کمار خپل ساتوونکي ته د کال یو میلیون، ډیپیکا پاډوکون تر یو نیم میلیون، انوشکا شرما ۱۲ میلیونه او کرینه کپور ۹ میلیونه هندي کلدارې تنخوا ورکوي.