د تهران او ځينو نړیوالو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129362-د_تهران_او_ځينو_نړیوالو_مطبوعاتو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران  ځیني ورځپاڼې وړاندې کوو او بیان هم که  چیرې وخت ؤنو ځینی نوره بهرنۍ ورځپاڼې به هم وسپړو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-03-12T06:54:18+00:00 )
Mar 12, 2023 11:18 Asia/Kabul
  • د تهران او ځينو نړیوالو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران  ځیني ورځپاڼې وړاندې کوو او بیان هم که  چیرې وخت ؤنو ځینی نوره بهرنۍ ورځپاڼې به هم وسپړو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

     دا هم د تهران  چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي د ي،د ونزویلا په پلازمینې کاراکاس کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د  مبارزو دپړاؤ د خاطراتو دکتاب له مخ کتنې  سریه په ویوخت چې  په اسپانیولی ژبه  ژباړل شوی، حضرت آیت ا...  العظمی سید علی خامنه اي اسپانیولي ژبې  ملتونو ته دخطاب په یوه پیغام کې وفرمائيل؛څورمه غوره ده چې مونږ عدالت غواړي ملتونه  له یوه بل سره آشنا شو اودیوه بل حوصله افزائي وکړو،که توانیدلی وم ددغه کتاب په وسیله  له تاسو اسپانیولی ژبې ویونکو  سره ارتباط ټینګ کړم نو ډير به خوشاله وم .

 ورځپاڼې بیا لیکلي دي،د ایران او عربستان ترمینځ په موافقې سره امریکا او اسرائيلو درنده څپيړه خوړلې  او اوس  لالهانده شوي دي.

دافغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې دخبریالانو د درنښت  په دستورو کې د تیبیان  کلتوري مرکز د غونډو له هال سره جوښت په پرونۍزوروې چاودنې کې د شهیدانو شمیر درو او ټپیان هم کابو اته ویشت تنو ته رسیدلی  او وئيل کیږي، چې ځيني ټپیان مرګي حاله دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزیر سردار محمد آشتیاني په شتون  کې د ایران په ځاي ټيکنالوجۍ سنبال ؛یاسین؛ جټ روزونکي الوتکې د تولید کرښه  افتتاح شوه.

ورځپاڼه مخکې لیکلي،د اسرائيلو دجاسوسي ادارې موساد پخواني مشر په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ده،د اسرائيلو ددړې وړې کیدا لپاره ایران ته ضرورت نشته،مونږلګیایوو پخپله دغه کار کوو.راپورونه  ښئ د ایران او سعودي عربستان  ترمینځ د موافقې  له لاسلیک کیدا وروسته صهیونیسټي  چارواکي  سربداله شوي او  لار ترې ورکه شوې ده.

د عراق د اهل سنت  عالمانو دشورا مشر شیخ خالد الملاد اسلامی وحدت په نړیوال کنفرانس کې  چې په شنبې په ورخې ترسره شو،مونږ ټول د اصلي دښمن یعني امریکا او اسرائيلو په ضد په یوه واحد خندق  یوو.

   دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ایران داسلامی جمهوریت  د اوسعودي عربستان ترمینځ د چین په بیجینګ کې په شوي موافقې پسې  په یوه بل  دتهران او ریاض د سفارتونو دروازې پرانیستل کیږي.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،ځيني هیوادونه  نړیوالې ټولنې ته د ایران واریدیدا  نشي زغملی.

د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش دس ورئې د جنګ د دولسم کال د پیلیدا په مناسبت په یوه پیغام کې  ووئيل، ډير لیواله دی چې په سورئې  کې  سوله وویني.

راپورونه ښئ د امریکا ولسمشر جوزف بایډن دعمان له سلطان  سریه لیده کاته کړي  او وئيل کیږي،چې اوس وار دی  چې د  ایران او عمان  مشران دې پخپلو کې سره لیدۀ کاتۀ وکړي

د ایران او عربستان ترمینځ د شوي موافقې په اړه د امریکا د خارجه زوارت  و یندوي یوازې دومره وئيلي دي ، په سیمې کې د تاؤتریخوالي د کمیدا لپاره د هریوې هڅې هرکلی  کوو.

په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازي او سفیرپه یو لړ څرګندونو کې ووئيل،  ایران  د  سوخو ۳۵ډوله جنګي الوتکو  داخستو تړون نهائي کړی دی.

 د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداری په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د بحرانونو له لوي طوفان سره مخامخ شوي یوو.

د افریقات دلوئې وچې د ساحلی هیوادونو په لور د افریقا د سمیې د افراطي  تاؤتریخوالو  له پراختیا سره په یوځاي  د امیرکا پوځ د  افراط پالو   د خطرې په وړاندې ددغې سیمې د هیوادونو له پوځونو سره دمرستې په پلمه  خپل پوځي تمرینات پيل کړي دي.

په پاکستان کې سیاسی دنګل یو ځاي بیا اوج ته رسیدلی او وئیل کیږي چې ممکنه ده دغه دنګل دځينو سیاستوالانو دنیولو سبب شي.

د ایران د اسلامی شورامشرمحمدباقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې ووئيل،ایران او عربستان وښودله چې په سیمې کې د اختلاف اصلي عامل د بهرنیو قدرتونو لاسوهنې دي. همداراز د عربی اتحادئې دارالانشاء هم یوه اعلامیې خپره کړي او وئيلی ئې دي،د ایران و عربستان موافقه په سیمې کې د سولې اوثبات سبب کیږي.

داپه داسې حال کې دي چې د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  دایران او عربستان  ترمینځ دموافقې په اړه دتوضیحاتو  په وړاندې کولو کې و،ئيبل، دغه موافقه د د وو کلونو د مذاکراتو نتیجه وه چې په نهایت کې  د ښه ګاونډيتوب  او ددواړو هیوادونو حاکمیّت ته داحترام  د اصل پر رعایتولو او د سیمې د امنیتی چیلنجونو د لیریکولو لپاره د خبرواترو پر دوام  مشتملو موافقو ته ورسیدو.

       د تهران چاپ آرمان ملي  ورځپاڼې  هم پخپل انټرنیټي سایټ کې نن لیکلي د ي،د چین خارجه وزارت  د  ایران او  عربستان ترمینځ د موافقې په باب د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلی دي  ،بیجینګ د دوادړو هیوادونو ترمینځ  د مینځګړیتوب لپاره هیڅ پټه انګیزه  نه لري او په مینځني ختیځ کې د هیڅ یوې تشې په ډکیدا پسې هم نه یوو.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د افغانستان د طالبانو مشر ملاهیبت ا...اخوندزاده په یوې خبرتیا کې پر طالب وګړوغږ کړی،که واقعا ددین او شریعت دحاکمیّت غوښتونکي یاست نو پس قربانۍ ته تیار شئ او زغره  واغوندئ. 

د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک یو ځل بیا د امریکا یو پوځي کاروان بیرته شاتګ ته اړباسۀ او لاره ئې  ورته بنده کړه.

 د افغانستان په بلخ ولایت مزار شریف  ښار کې د تیبیان کلتوری مرکز  کې په چاودنې  پسې  کلتوری او علمي شخصیّتونو هم دغه پيښه په کلکو ټکو سره محکومه کړې او وئيلي ئې دي ، تور زړي  اووحشي ترهه ګر غواړي، د افغانستان ولس بې کلتوره پاتې شي او د دوي په شان وحشي توب ته مخه کړي.

=    اوس هم راګرځو ځینو هغو بهرنیو خپرونو او ورځپاڼو ته چې د افغانستان په اړه ئې  لیکنې کړي اومونږ هم   له انټرنیټه اخستي او تاسو سره ئې شریکې کوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.

             ګلوبل اینډ مېل لیکلي دي ، دوې ورځې مخکې  د افغانستان د بلخ په مرکز کې  زوروه چاودنه  شوې چې هلته د طالبانو والي مولوی محمد داوود مزمل او  یو شمیر  نور کسان په  دغې چاودنې کې چې داعش یې مسوولیت ومانه، ووژل شول.

د خپرونې په باور طالبانو لا هم د خپل والي د وژلو د پېښو تحقیقات کول چې دا بله چاودنه په مزارشریف کې وشوه.

        مېل انلاین خپرونې هم د افغانستان  د مزارشریف د پرونۍ چاودنې د غمځپلو کسانو یو عکس خپور کړی چې په کې درې تنه ښکارې چې جامې یې په وینو لړلي دي او ژاړي.

مېل انلاین د پنجشبې د ورځې پېښې ته هم اشاره کوي او لیکي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته د دوي د بلخ والي تر ټولو جګپوړی استازی دی چې ووژل شو.

    نیویارک پوسټ خپرونې د دې پیښې درې عکسونه خپاره کړې دي په یوه کې په وینو لړلي کسان ناست دي،په بل عکس کې یوه خبریال خپله ماته کیمره په لاس کې نیولې ده، په دریم عکس کې هم هغه کوټه ښکارې چې چاودنه پکې شوې ده، هلته ماتې څوکۍ او وسایل ښکاري.

  نیویارک پوسټ لیکي چې د طالبانو یوازېنی مهم مخالف داعش دی چې د دوي له بیا واکمنۍ راوروسته یې د طالبانو پر غړیو او اهل تشیَع ګڼ بریدونه کړې دي.

واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې هم له افغانستانه د کډوالو د ایستلو د برخې د یوې مسئولې کاترین چووانس لیکنه خپره کړې ده.

چووانس د امام په نوم له امریکایي پوځیانو سره د یوه افغان ژباړونکي په وینا لیکي چې دی یو له هغو کسانو څخه و چې طالبان پسې ګرځېدل.

امام وایي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته ده ته زنګ راغی چې هوایي ډګر ته له پاسپورټ سره راشه. امام څرګندوي چې دا د طالبانو له لوري د ده لپاره یو دام و.

چووانس وړاندې لیکي چې دې له یو شمېر نورو سره د تخلیې یو پروګرام جوړ کړ، خو یوه هم تجربه نه لرله او د بهرنیو هېوادونو د حکومتونو له تګلارې سره هم اشنا نه و، اما بیا یې هم له دې رضاکارانه هڅو لاس وانخیست.

د مقالې لیکواله بیا لیکي چې دوی څو اونۍ له امام سره کار وکړ، هغه ته یې نوی ټیلفون ورکړ، خوندي ځای ته یې انتقال کړ او څو میاشتې وروسته یې دی له افغانستانه وایست.