د امریکا او د انګلستان اقدام نړیواله خلاف ورزۍ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129596-د_امریکا_او_د_انګلستان_اقدام_نړیواله_خلاف_ورزۍ_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او په ملګروملتونو کښې د چین نمایندګۍ د اسټرالیا په اټومي هیواد کولو کښې د امریکا او د بریتانیا اقدام د نړیوالو مقرراتو پرخلاف وباله.
(last modified 2023-03-15T21:26:03+00:00 )
Mar 16, 2023 01:51 Asia/Kabul
  • د امریکا او د انګلستان اقدام نړیواله خلاف ورزۍ ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او په ملګروملتونو کښې د چین نمایندګۍ د اسټرالیا په اټومي هیواد کولو کښې د امریکا او د بریتانیا اقدام د نړیوالو مقرراتو پرخلاف وباله.

د اکوس(SSN-AUKUS) د امنیتي تړون د هیوادونو مشرانو چې اسټرالیا ، انګلستان او امریکا پکښې شامل دي مخکې د کانبرا لپاره  اټومي اوبتلونو د جوړولو او د اړونده ټیکنالوژۍ لپاره د درې پړاویز پلان خبر ورکړی و.

د دغه پلان پراساس د انګلستان جوړ د کلاس اسټیوټ د اوبتل د اصلاح شوي نسخې کلاس اکوس لومړنی اټومي اوبتل به د دوه زره دیرشم میلادي کال په اخر کښې جوړ شي.

په همدې ارتباط اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او په ملګروملتونو کښې د چین نمایندګۍ د اسټرالیا په اټومي هیواد جوړولو کښې د امریکا او د انګلستان اقدام د نړیوالو مقرراتو پرضد وباله.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي وویل هغه څه چې ټاکل شوي ده رامینځته شي دا دي چې په لوړه سویه پاخه شوي اټومي مواد له یوځای څخه بل ځاې ته یوړل شي او د دغه کار لپاره زیات محدودیتونه شته او زیاته یې کړه زما له نظره هغه کار چې امریکا او بریتانیا یې کوي غیر عادي او زما له درک څخه خارج دی.

په ملګروملتونو کښې د چین نمایندګۍ هم وویل د اکوس (AUKUS)تریخ طنز دا دی چې دوه اټومي قدرتونه امریکا او انګلستان چې د اټومي موادو د نه خپریدا د معیارونو د رعایتولو ادعا کوي په لوړه سویه ګڼ شمیر پاخه شوي یورانیم او وسلې یوه غیر اټومي هیواد اسټرالیا ته انتقال کړي دي او دغه کار د اټومي وسلو د پراختیا او د بندیز د تړون ښکاره خلاف ورزۍ ده.