امریکا اوکراین ته زیاتې وسلې استوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129834-امریکا_اوکراین_ته_زیاتې_وسلې_استوي
رویټرز خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ ون بین امریکا د اوکراین د جنګ ډګر ته د وسلو اصلي استونکي وبلله.
(last modified 2023-03-20T22:16:28+00:00 )
Mar 21, 2023 01:11 Asia/Kabul
  • امریکا اوکراین ته زیاتې وسلې استوي

رویټرز خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ ون بین امریکا د اوکراین د جنګ ډګر ته د وسلو اصلي استونکي وبلله.

هغه پرون په پیکینګ کښې په خبري غونډه کښې  د ځینو راپورونو په هکله چې وايي د اوکراین په جنګ کښې د چین ځینې جوړې وسلې کارول شوي دي د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې وویل دا امریکا ده چې اوکراین ته وسلې استوي او چین دغه کار نه کوي.

وانګ ون بین وویل امریکا باید له رعب اچولو لاس واخلي او د اوکراین د کړکیچ په حل کول کښې رغنده رول ولوبوي.

اوکراین ته د امریکا او د اروپايي هیوادونو لخوا د وسلو او د ترهګرو کسانو استول اوس هم دوام لري او دغو هیوادونو نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمیدا لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی بلکې له مخکې څخه زیات یې د جنګ زیاتولو ته لمن وهلي ده.