ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130634-ورځپاڼو_ته_کتنه
دوستانو نن هم وړومبې د تهران چاپ ورځپاڼې لولو او بیا که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو، هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ
(last modified 2023-04-05T07:07:05+00:00 )
Apr 05, 2023 11:29 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

دوستانو نن هم وړومبې د تهران چاپ ورځپاڼې لولو او بیا که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو، هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ

قدرمنو دوستانو د تهران ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په سر کښې یې د تل په شان د امام خمیني(رح) یو قول راخیستی دی او لیکي: د روژې مبارکه میاشت د اجتماع، وحدت او د خدای میاشته ده.

جمهوري اسلامي د ایران د نورو ورځپاڼو په شان یې وړومبې خبر د نظام د مسئولانو او کارګزارانو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا ته ځانګړی کړی دی او د دوي د یو انځور ترڅنګ یې په غټو ټکیو لیکلي دي:: مسئولان دې له هم دا اوسه، په انتخاباتو کښې د مشارکت، امنیت، سلامت او رقابت او سیالۍ کړنلارې وټاکي.

د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د وینا مهم ټکي په دا ډول دي: انتخابات د هیواد د قوت او پياوړتیا اوزار دي. د کال په پاې کښې به ان شاءا... ښه، سالم او د خلکو په زیات ګډون سره انتخابات ولرو.

معظم رهبر هم داشان د خلکو معیشت د هیواد ترټولو مهمه مسئله وبلله. دوي وفرمایل: په ډیرو کلونو کښې لوړ تورم یا انفلیشن، د عایداتو د ویش په نظام باندې اغیزه کوي. د هیواد ټول امکانات او وسائل باید د تورم او ګرانۍ د کنټرولولو او د تولید د ودې په خدمت کښې وي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود له فساد سره په مبارزې باندې په ټینګار سره هم وویل: له فساد سره مقابله باید د چارو په سر کښې وي.

هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د پخواني ولسمشر حسن روحاني خبره هم راخیستې ده چې وايي: نوی کال د کب د میاشتې په انتخاباتو کښې د نظام د امتحان کال دی.

هغه زیاته کړه چې ټولې دنیا د ایران دغو راتلونکو ټولټاکنو ته سترګې نیولې دي.

*/*/*.

اوس له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د څرګندونو د ستر خبر په خوا کښې یې د ولسشر سید ابراهیم رئیسي حرګندونو ته انعکاس ورکړی دی او د دوي له خولې یې لیکلي دي: د اقتصاد میدان باید د خصوصي برخې(پرائیویټ سیکټر) په واک کښې وي.

د ایران ولسمشر د هیواد د سترو تولیدوونکو او کارزیږوونکو په ټول کښې وویل: مالي ملاتړ او د کریډیټ تامینول، حقوقي ملاتړ او د اداري خنډونو ختمول او هم داشان د ګڼو او زیاتیدونکو بخشنامو برابرول له تولیدوونکو څخه د ملاتړ او په هیواد کښې د تولید له ودې سره د مرستې لپاره د حکومت درې اصلي وړومبیتوبونه دي. هغه زیاته کړه چې په اقتصادي پریکړو کښې د خصوصي برخې شریکول ضروري دي.

د خبر په دوام کښې د ایران د اقتصاد د وزیر له خولې هم لولو: د ایران د اقتصاد پیچلتیاؤ ته په پام سره، له خصوصي برخې سره له ملګرتیا پرته به د ستونزو د هوارولو توان ونه لرو.

اطلاعات ورځپاڼې هم داشان د سوریې حالاتو ته پاملرنه کړې ده او په یو سرټکښې کښې یې لیکلي دي: په یوې اونۍ کښې د دمشق په اطرافو باندې د صهیونیسټي رژیم په څلورمې حملې کښې دوه تنه مړه شوي دي.

په عین حال کښې امریکې د خپلو پوځیانو د ساتنې په ادعا سره یوه جنګي الوتکې وړونکې بیړۍ د سوریې په سواحلو کښې اودروله.

واشنګټن هم داشان مدعي شوی چې په اروپا کښې د داعش د بریدونو پلانوونکی یې په سوریې کښې وژلی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د تیونس ولسمشر په سوریې کښې د خپل هیواد د سفیر د ټاکلو حکم ورکړی دی.

*/*/*/*/*

کیهان ورځپاڼه

اوس هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه راخلو او نیغ یې د بهرنیو خبرونو برخې ته ځو او د دې برخې په وړومبي سرټکي کښې یې لولو: اروپا د یوکرین په جنګ کښې له ماتې د مخنیوي لپاره د چین لمن ونیوله.

په خبر کښې لولو چې دا ځل د فرانسې ولسمشر او د اروپايي کمیشن مشر په یو رسمي سفر چین ته ځي ترڅو د کارپوهانو په وینا، د یوکرین د جنګ د ختمولو او د کي یف د ماتې د مخنیوي لپاره د چین له وړتیا او ظرفیته استفاده وکړي.

*/

ملګرو ملتو د باکو حکومت ته ویلي چې د لاچین سرحد سمدستي خلاص کړي.

د ملګرو ملتو پنځو تنو کارپوهانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د آذربایجان جمهوریت له حکومت نه وغوښتل چې د لاچین له لوې لارې څخه د خوندي تګ راتګ د بیا پیلولو لپاره دې سمدستي لاس په کار شي.

اخو د اسرائیلو د آپارټایډ رژیم رسندوي سرچینو خبر ورکړی چې د متحده عرب اماراتو، بحرین او اردن سفیرانو د صهیونیسټي رژیم د خارجه وزارت د روژه ماتي په میلمستیا کښې له ګډون کولو ډډه کړې ده.

ورته مهال رویټرز خبري آژانس هم د فایننشل ټایمز په شان یو ربورټ کښې لیکلي چې د عربستان وليعهد په امریکې باندې له تکیې پرته د خپل هیواد د بهرنیو اړیکو د برابرولو په لټه کښې دی.

او د امریکې په تاریخ کښې په اول ځل د دغه هیواد یو پخوانی ولسمشر پولیسو نیولی دی. ډونلډ ټرمپ په داسې حال کښې د تیري او رشوت په تور په تاریخي محکمې کښې حاضریدو ته تیاریږي چې د منهتن محکمې د خواوشا ټول سړکونه له امنیتي ځواکونو ډک دي او د پخواني ولسمشر د پلویانو له خوا د احتمالي ناامنیو په هکله خبرداری ورکوي.

*/*/*/*/

په سوریې کښې د ترکیې د پوځي شتون په ختمیدو باندې د دمشق ټینګار

د د هغه خبر سرټکی دی چې ابرار ورځپاڼې راخیستی اوی او لیکي چې د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په ماسکو کښې د سوریې، روسیې، ترکیې او ایران د مرستیال خارجه وزیرانو د څلور اړخیزې غونډې ترڅنګ له خپل روسي همرتبه سره جلا ملاقات وکړ.

د سوریې د خارجه وزیر مرستیال ایمن سوسان د خپل روسي همرتبه میخائیل بوګدانوف سره په کتنه کښې، د سوریې په خاوره کښې د ترکیې د غیرقانوني شتون په ختمیدو، په کورنیو چارو کښې په نه مداخلې او د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره په مبارزې ټینګار وکړ.

په دغه ملاقات کښې بوګدانوف هم یوځل بیا د سوریې د واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا د احترام د تضمین لپاره د روسیې په هلوځلو ټینګار وکړ.

او

په سویډن کښې د ترسره شوې نظرپوښتتنې پایلې په ډاګه ښودنه کوي چې د دغه هیواد زیاتره خلک د قرآن کریم او د نورو مقدسو کتابونو په سپکاوي باندې د بندیز لګیدو غوښتونکي دي.

*/*/*/*/

نړیوالې ورځپاڼې

د اروپايي ټولنې خپرونه:

د اروپايي ټولنې خپرونې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته کتنه کړې ده.

په مطلب کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د حقونو وضعیت په ډېر ناوړه حالت کې دی.

د مطلب په دوام کې لولو چې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له کبله ځینې بهرني مرستندویان غواړي له افغانستان سره مرستې بندې کړي چې، د خپرونې په لیکنه دا کار به په دې هېواد کې د لوږې د زیاتېدو باعث شي او د ښځو پر ژوند به تر پخوا لا ناوړه اغېز وکړي.

د اروپايي ټولنې خپرونه زیاتوي، له افغان ښځو او افغاني ټولنې سره د مرستې لپاره که د دې هېواد تاریخ ته یوه کتنه وشي نو ښايي یوه حل‌لاره ترې راووځي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئله تل له لوړو ژورو سره مخامخ وه.

خپرونه وړاندې لیکي یو ټکی چې د پاملرنې وړ دی دا دی چې ولې په داسې یوه هېواد کې چې په ۱۹۱۹ کال کې یې له ډېرو لوېدیځو هېوادونو مخکې ښځو ته د رایې حق ورکړی و، اوس مهال له ښځو سره داسې چلند کېږي چې د بشريت پر ضد جنایت بلل کېدای شي.

ډېلي سټار ورځپاڼه:

د برېتانیا چاپ ډېلي سټار ورځپاڼې د هغو دریو برېتانوي وګړو په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې د طالبانو د حکومت په بند کې دي.

ورځپاڼه له دې دریو کسانو څخه یو، د خطرناک برېتانوي سیلاني په نوم یاد کړی دی.

د مطلب په دوام کې لولو چې د مایلز روتلیج په نوم دې سیلاني ځان د طالبانو ډېر نږدې ملګری باله خو اوس د هغوی په بند کې دی.

ورځپاڼې د طالبانو له غړو سره د روتلیج تصویرونه خپاره کړي او لیکي چې، ده هغوی ته وروڼه ویل او حتی هڅه یې کوله له طالبانو سره د وسلو سوداګري هم پیل کړي.

طالبانو د روتلیج او نورو برېتانوي وګړو د نیولو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د ډېلي سټار په مطلب کې وړاندې راغلي چې روتلیج د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د طالبانو په لاس د افغانستان د نیول کېدو پر مهال دې هېواد ته تللی و، چې د ملګروملتونو د تخلیې د پروګرام په ترڅ کې بېرته بهر ته ولېږدول شو، خو په ۲۰۲۲ کال کې یوځل بیا د پېښور له لارې افغانستان ته ولاړ او د ورځپاڼې په لیکنه هغه له دې کار څخه یو ځانګړی هدف درلود.

لکه څرنګه چې په مطلب کې راغلي، روتلیج غوښتل له طالبانو څخه امریکايي وسلې وپېري او پر اوکراین یې وپلوري څو د روسیې پر ضد د جګړې په ډګر کې کار ترې واخلي.

د ډیلي سټار مطلب زیاتوي چې د برېتانیا د بهرنیوچارو وزیرې دا تایید کړې ده چې، حکومت یې د روتلیج او دوو نورو برېتانويانو د خلاصون لپاره له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي.

*/*/*

ترتیب او ژباړه: عبدالماجد درانی