ایران د امریکا اټومي اوبتل له سیمې وشړلو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر شهرام ایراني په هرمز(Strait of Hormuz) اوبلارې کښې د امریکا یوه اټومي اوبتل ته د دغه ځواک د خبرداري د ورکولو جزیات بیان کړل.
هغه د امریکا د اټومي اوبتل د پيژندلو او خبرداري په هکله وویل دغه اوبتل په کاملې چپتیا سره د سمندر د اوبو لاندې هرمز اوبلارې ته د نږدې کیدا په حال کښې و چې د ایران د ځايي فاتح سمندري اوبتل لخوا وپيژندل شو.
د ایران فاتح سمندري اوبتل د امریکا دغه اوبتل په مانورې سره مجبوره کړ چې هغه د اوبو د پاسه راشي او د اوبو د پاسه له هرمز اوبلارې تیر شي.
د ایران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر شهرام ایراني وویل د امریکا دغه اوبتل تر یوه حده د ایران اوبو ته نږدی شوی و او له دې کبله هغه ته ضروري خبرداري ورکړل شول او دغه اوبتل د ایران په یوې بدرګې سره خپله لاره بدله کړه.
هغه وویل د امریکا سمندري اوبتل په ټولو نویو تجهیزاتو سره چې لرل یې خپله ټوله هڅه کړي وه چې له کوم غږ کولو او اثر پریښودلو پرته له هرمز اوبلارې تیر شي خو په دغو شرایطو کښې د ایران د فاتح سمندري اوبتل په ګزمې کولو سره د امریکا دغه اوبتل وپيژندل شو او څارنه ورباندې وشوه.
شهرام ایراني وویل امریکا باید توضیح ورکړي چې ولې یې په یوې مهمې سمندري اوبلارې کښې د قواننیو خلاف ورزۍ کړي ده او امریکا ته د ایران د سمندري ځواک وروستی خبرداری دا دی چې له دې وروسته باید ټولو نړیوالو قوانینو ته پاې بنده ووسي.