ورځپاڼو ته کتنه
د ایران او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
د تهران زیاتره ورځپاڼو خپل وړومبی خبر په ایران کښې د معلم او ښوونکي د ورځې په مناسبت له ټول هیواد څخه د لسهاؤ معلمانو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کتنې او وینا ته ځانګړی کړی دی چې مونږ ترې هم ځیني مهم ټکي راخلو.
کیهان د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خولې په خپل وړومبي مخ په غټو ټکیو لیکلي دي: د پرمختګ له پیچونو تیریدل بې له ښوونې او روزنې ممکن نه دي. ښوونکي د ځلمیانو او ځوانانو او د هیواد د راتلونکو معمارانو د قیمتي جواهرو روزونکي دي.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا دغه خبر په دې سرټکي سره پیل کړی دی چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ځوان نسل کښې د ایران-اسلامي هیوت اود ملي شخصیت په ژوندي کولو ټینګار کړی دی.
د خبر په دوام کښې راغلي دي: د هیواد د راتلونکي د جوړولو لپاره د باخبره، عالم، د فکر او منطق خاوند، مؤمن، هوډمن او له اسلامي اخلاقو او ملي ژمنو د لرونکي نسلد روزنې ارزښت او اهمیت له بل هیڅ کار سره د پرتلې وړ نه دی.
د ښوونې او روزنې اصلي سیاست باید ګټه ور علم او د هیواد د نننیو او سبانیو اړتیاؤ پوره کول وي.
معظم رهبر زیاته کړه: که شل کاله مخکښې مو د ښوونځي موضع ته پام کړی وی نو نن به ډیرې ستونزې نه وې په دې وجه حل لاره په صحیح پلاننګ او ښوونځي د اصلاح لپاره جدي همت دی.
دوي وفرمایل چې له ښوونکو څخه د خپل توقعاتو په وړاندې نظام هم باید د هغوي د مختلفو ستونزو په وړاندې په حقیقت کښې د مسئولیت احساس وکړي.
ګرانو اوریدونکو هم دې ورځپاڼې د خپل وړومبي مخ په یو بل خبر کښې د ایران د پټرولیم د وزیر له خولې لیکلي دي: د ایران د تیلو تولید په ورځ کښې ۳ میلیون بیرلو ته ورسیده.
ښاغلي اوجي هم داشان وویل چې د ایران خام ګیس ورزانه تولید هم څه باندې یو میلیارډ مکعب میټرو ته رسیدلی دی.
هغه زیاته کړه چې د ایران د تیلو او ګیس د تولید اوسنی ظرفیت د رایستلو وړ زیرمو سره سمون نه خوري او دغه تولید ډیر په اسانه زیاتولی شو.
او د اطلاعات ورځپاڼې نه وروستۍ خبر دا چې د اردن په غونډه کښې له سوریې د غیرقانوني ځواکونو د وتلو غوښتنه وشوه.
د اردن غونډه د سعودي عربستان،، مصیر، عراق او سوریې د خارجه وزیرانو په شتون سره ترسره شوه. د غونډې ګډونوالو له سوریې څخه د ملاتړ اعلانولو په ترڅ کښې، په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو د ختمولو لپاره له دمشق سره په ملګرتیا ټینګار وکړ.
*/*/*/*
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه راخلو او نیغ ځو د بهرنیو خبرونو برخې ته. لیکي چې د خضر عدانان ۸۶ ورځنی لوږتړ د هغه په شهادت سره پاې ته ورسیده.
د فلسطین د جهادِ اسلامي یو مشهور مشر شیخ خصر عدنان د صهیونیسټي رژیم په زندان کښې بلآخره د ۸۶ ورځو له لوږتړ وروسته شهید شو او په نیواکي ټاټوبي کښې یې یوه زلزله راوستله. د فلسطین مقاومت په نیواکي سیمو باندې په توغندوي بریدونو سره، د صهیونیسټانو د دغه جنایت ځواب ورکول پیل کړي دي او د «ستر انتقام» ژمنه یې کړې ده.
*/
د کارګر په نړیوالې ورځې په فرانسې کښې د ماکرون د حکومت خلاف سترې او نړۍ مظاهرې وشوې. دغه مظاهرې د پولیسو په سختې ځپنې سره په تشدد بدلې شوې. په دغو مظاهرو کښې چې د هیواد په ۳۰۰ سیمو کښې وشوې، لږترلږه ۲ میلیون او ۳ لاکه کسانو په کښې ګډون کړی و.
له بلې خوا ملګرو ملتو د معترضانو خلاف د فرانسې د پولیسو حملو او د مسلمانانو او رنګین پوستو خلاف د توکمپالو اقداماتو په وجه په دغه هیواد کښې د بشري حقوقو په حالت سخته نیوکه وکړه.
*/*/
کیهان په یو بل خبر کښې د فاینینشل ټایمز له قوله لیکلي دي چې د سوریې ولسمشر د امان په غونډه کښې، عرب اتحادیې ته د ستنیدو په بدل کښې د امتیا له ورکولو ډډه کړې ده.
او د ګیلپ موسسې د نظرپوښتنې پایلو وښودله چې د بریطانیا ۶۴ فیصده خلک د دریم چارلز تاجګذارۍ ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.
*/*/*/
بهرنۍ ورځپاڼې
د برېتانیا چاپ مېل آنلاین ورځپاڼې د دوحې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټېرېش په څرګندونو یو راپور خپور کړی دی.
په راپور کې راغلي، د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناسته د سهشنبې په ورځ د طالبانو له استازي پرته په داسې حال کې پای ته ورسېده چې ګوټېرېش وویل، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه بله ناسته جوړه شي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په حواله راغلي چې دا ناسته د طالبانو د رسیمت پېژندلو لپاره نه، بلکې طالبانو سره د تعامل لپاره د یوې ګډې کړنلارې د رامنځته کېدو لپاره جوړه شوی وه.
ګوټېرېش زیاته کړې، ګډون کوونکو توافق وکړ چې طالبانو سره د تعامل لپاره یوې ستراتېژۍ ته اړتیا ده، څو په افغانستان کې ثبات ته زمینه برابره او همدارنګه د افغانستان په اړه مهمو اندېښنو ته پام وکړي.
په هغه راپور کې چې مېل انلاین خپور کړی ویل شوي چې د دوحې ناستې ګډون کوونکو د افغانستان د ثبات په اړه خپلې اندېښنې هم شریکې کړې.
له هغې ډلې ګوټېرېش له افغانستان څخه د ترهګرۍ، د مخدره موادو د قاچاق او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ښځو او نجونو محدودیتونو ته اشاره کړې ده.
وړاندې راغلي، دې اندېښو له افغانستان سره د ځینو هېوادونو په ځانګړي ډول د لوېدیځو هېوادونو تعامل پېچلی کړی دی.
خو د طالبان ویاند ذبیحالله مجاهد د ګوټېرېش د دې څرګندونو په ځواب کې وویل، اوسمهال په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ دی او د هغه په خبره د دوام لپاره يې د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا ده.
ډيجيټل ژورنال:
د کاناډا چاپ ډیجیټل ژورنال خپرونې هم په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ته کتنه کړې او ویلي يې دي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل خبري کنفراس کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د طالبانو لهخوا پر ښځو د کار د بندیز د روان جنجال په اړه په ښکاره څه ونه ویل، خو هغه زیاته کړه چې د افغانانو اړتیاو ته به لومړیتوب ورکړي.
وړاندې راغلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایوا لهخوا په افغانستان کې د دې سازمان ارزونه د جمعې په ورځ بشپړېږي.
ملګرو ملتونو وروسته له هغې په افغانستان کې د خپل ماموریت ارزونه پیل کړه چې طالبانو په دې سازمان کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی