کېدایشي اردوغان د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته وخوري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132426-کېدایشي_اردوغان_د_ترکیې_په_ولسمشریزو_ټاکنو_کې_ماته_وخوري
د ترکیې د راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو په هکله یوه نظر غوښتنه ښیي چي د دې هیواد دواکمن ګوند نوماند اردوغان به له خپل سیال څخه ماته وخوري.
(last modified 2023-05-06T03:54:40+00:00 )
May 06, 2023 08:23 Asia/Kabul
  • کېدایشي اردوغان د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته وخوري

د ترکیې د راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو په هکله یوه نظر غوښتنه ښیي چي د دې هیواد دواکمن ګوند نوماند اردوغان به له خپل سیال څخه ماته وخوري.

ترکیه له څو میاشتو را په دې خوا له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس په ګرېوان شوې ده، د ترکیې ملي اسعار (لیر) ارزښت کښته شوی دی او ورسره بې وزلي او بې روزګاري زیاته شوې ده. د اقتصادي بحران سره هممهاله ترکیې کې پیاوړې زلزلې هم وشوې چي درانه ځاني او مالي زیانونه یې دې هیواد ته ورواړول.

اوس د ترکیې د حکومت مخالفې سیاسي ډلې په اردوغان او د هغه په ګوند باندې د بحران په مدیریت کولو کې د تیروتنو او بې وسی تور لګوي.

تر دې دمه په ترکیې کې تر سره شوي نظر غوښتنې ټوله په ولسمشریزو ټاکنو کې د اردغان د نه بریالیتوب وړاندوینې کړي دي، د کارپوهانو په وېنا د اردوغان په مشری د عدالت او پراختیا ګونډ په راتلونکو ټاکنو د بریا چانس نه لري.

د ترکیې د ټولنیزو څېړنو موسسې، ( یونیلم ) چي د دې هیواد د ولسمشریزو ټاکنو په هکله یې نظر غوښتنه کړې، اعلان وکړ چي د دې نظر غوښتنې اکثره ګډونوال ویلي چي د اردوغان سیال نوماند کمال قلیچدار اوغلو ته به رایې ورکړي.

دغه نظر غوښتنه کې قلیچدار اوغلو ۵۳.۹ سلنه رایې او رجب طیب اردوغان ۴۶ سلنه رایې ګټلې وي.

کابو ۲۰ کاله کیږي چي اردوغان په ترکیې کې د لومړي وزیر او ولسمشر په توګه واکمن پاته شوی دی، اوس د ترکیې د حکومت مخالف ګوندونو د ملي ائتلاف تر عنوان لاندې یو واحد نوماند په ټاکنو کې معرفي کړي دي څو اردوغان ته ماته ورکړي.