په چین هېواد کې د یوه جومات د ګومبز او منار د نړیدو له امله لاریونونه
(last modified Wed, 31 May 2023 10:00:09 GMT )
May 31, 2023 14:30 Asia/Kabul
  • په چین هېواد کې د یوه جومات د ګومبز او منار د نړیدو له امله لاریونونه

د چین هېواد په يْنان ولایت کې د یوه لرغوني جومات د ګومبز او منار  د شهیدولو وروسته په غبرګون یې په یاد ولایت کې مسلمانانو لاریونونه پیل کړي دي.

د چین هېواد په يْنان ولایت کې د یوه لرغوني جومات د ګومبز او منار  د شهیدولو وروسته په غبرګون یې په یاد ولایت کې مسلمانانو لاریونونه پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناګو ښار کې د یوه تاریخي جومات چې په ۱۳۷۰ کال کې جوړ شوی وو، ګومبز او منار جوړیدل یې د سیمې ییزې محکمې له لورې غیرې قانوني بلل شوي وو او له همدې امله یې د ړنګیدو حکم تطبیق شو.

محکمې په ۲۰۲۰ کال کې د یاد ګومبز او منار جوړیدل غیري قانوني بللي وو او هماغه مهال یې د ړنګیدو حکم ورکړی وو، خو د جومات ادارې د څه باندې درې کلنې مبارزې سره، سره د چارواکو له لورې د محکمې حکم تطبیق، منار او ګومبز ړنګ شول.

د یاد عمل په غبرګون مسلمانانو په پراخه کچه په سړکونو لاریونونه پیل کړي چې د پولیسو په ډزو کې لس تنه ټپیان شوي  دي.

 

ټیګونه