په هوا کې د چین او امریکا د جنګي الوتکو ترمنځه تاوتریخوالی
امریکا ادعا کړې چې د چین یوې جنګي الوتکې په هوا کې د دوې جنګي الوتکه ځورولې ده.
په هوا کې د چین او امریکا د جنګي الوتکو ترمنځه تاوتریخوالی
امریکا ادعا کړې چې د چین یوې جنګي الوتکې په هوا کې د دوې جنګي الوتکه ځورولې ده.
د ترکیې ټي ارټي پښتو د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي، د چین یوې جنګي الوتکې د جنوبي چین سمندرګي په اوږدو کې د امریکا یوې کشفي الوتکې ته نږدې الوتنه وکړه چې چین الوتکه د دوې الوتکې ته ډیره زیاته نږدې شوې وه.
د دفاع وزارت په وینا، د چین د J-16 ماډل الوتکې لخوا "غیر ضروري تیري کوونکي" الوتنې د امریکا د RC-125 ماډل جنګي الوتکې د توربلانس لامل شو.
پنټاګون ویلي، امریکايي الوتکې "د نړیوالو قوانینو سره سم په نړیوال فضايي حریم کې خوندي او منظمه الوتنه او فعالیت ترسره کولو."
له بلې خوا چین پر امریکا تور پورې کوي چې په سیمه کې په خپلو هوايي او سمندري اکتشافاتو سره ددوې ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.