چین د اوکراین د ډیم په ورانیدا اندیښنه وښودله
زمونږ خبریال راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کښې د «کاخوفکا» ډیم د نړیدا په پیښې اندیښنه څرګنده کړه.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وانبین پرون په اوکراین کښې د کاخوفکا ډیم په نړیدا باندې د اندیښنې په ترڅ کښې وویل چین په ژور ډول د دغه ډیم د نړیدا له کبله په بشردوستانه ، اقتصادي او د ژواک چاپیریال په پایلو اندیښمن دی.
هغه د تاوتریخوالو د ختمولو لپاره د ملګرتیا ، هڅې او سیاسي حل لارې ته په اوکراین کښې د ښکیلو لورو د ژمن کیدا غوښتنه وکړه.
وړمه ورځ سهار وختي د اوکراین او د روسیې رسنیو وویل چې د اوکراین په جنوب کښې په خرسون سیمه کښې په نووا کاخوفکا سیمه کښې د کاخوفکا د اوبو د بریښنا کوټ ډیم په بم سره الوزول شوی او د ډیم اوبه د ګیرچاپیر کلیو په لور ورماتې شوي دي.
ویل کیږي چې د کاخوفکا ډیم د ورانیدا له کبله دوه څلویښت زره خلک د سیلاب له خطر سره مخامخ دي او نورو سیمو ته د خلکو د انتقالو کار روان دی او خبرو سرچینو بم چاودنه د کاخوفکا ډیم د ورانیدا دلیل بللی دی.
اوکراین او د روسیې مخالفو لویدیځو هیوادونو له هیڅ ثبوت او مدرک پرته د تور ګوته ماسکو ته ورسیخه کړي ده خو روسیې دغه تور په کلکه رد کړی دی او اوکراین یې د دغه ډیم د ورانیدا اصلي مسوول بللی دی.
د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي دي چې د کاخوفکا د اوبو د بریښنا کوټ د ډیم تباه کول د اوکراین کار دی او کي یف دغه کار په کریمه سیمه کښې د اوبو د کمبود د رامینځته کولو لپاره ترسره کړی دی.
کریمه سیمه د روسیې د خاورې برخه ده او ماسکو هم د کاخوفکا ډیم له ورانیدا وروسته په کریمه سیمه کښې د اوبو د کمبود مسلې ته په اشاره سره د دغه ډیم ورانول د اوکراین کار بللی دی.