بریتانیا د افغانستان لپاره نوی شارژدافیر ټاکلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134172-بریتانیا_د_افغانستان_لپاره_نوی_شارژدافیر_ټاکلی
بریتانیا رابرت ډیکسن د افغانستان لپاره په خپل سفارت کې نوی شارژدافېر وګوماره.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jun 10, 2023 07:32 Asia/Kabul
  • بریتانیا د افغانستان لپاره نوی شارژدافیر ټاکلی

بریتانیا رابرت ډیکسن د افغانستان لپاره په خپل سفارت کې نوی شارژدافېر وګوماره.

د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې، رابرت ډیکسن به په راروانه جولای میاشت کې په قطر کې خپل ماموریت پیل کړي.

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان لپاره خپلې ډیپلوماتیکې استازولۍ دوحې ته ولېږدولې.

ډیکسن له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافېر او مرستیال سفیر پر دندو کار کړی.

نوموړی له ۳۴ کلونو راهیسې د بریتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې دنده لري او مخکې یې په بنګله‌دېش، بالکان، متحده ایالتونو او فلیپین کې هم کار کړی دی.