د بشري مرستو د زیاتېدو ژمنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134268-د_بشري_مرستو_د_زیاتېدو_ژمنه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړې استازې «روزا اتونبایوا» ویلي چې اوسنۍ مرستې د افغانانو لپاره بسنه نه کوي او دوی هڅه کوي چې دا مرستې زیاتې کړي.
(last modified 2023-06-11T20:55:29+00:00 )
Jun 12, 2023 01:23 Asia/Kabul
  • د بشري مرستو د زیاتېدو ژمنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړې استازې «روزا اتونبایوا» ویلي چې اوسنۍ مرستې د افغانانو لپاره بسنه نه کوي او دوی هڅه کوي چې دا مرستې زیاتې کړي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، نوموړې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال او د رئیس الوزرا له ځای‌ناستي مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، د دوی معلومات ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی او دوی له افغان کروندګرو سره د مرستې لپاره له هند او چین څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره د نړیوال بانک او نورو نړیوالو موسسو مرستې اړینې دي او په کار ده چې نړیوال بانک په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

مولوي کبیر له ایران سره د اوبو پر سر راپورته شویو ناندریو ته په اشارې ویلي، دوی په دې برخه کې چمتو دي چې د مخالفو لورو اندېښنې د خبرو له لارې حل کړي.