په سومالیا کې د الشباب لسګونه ترهګر وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134760-په_سومالیا_کې_د_الشباب_لسګونه_ترهګر_وژل_شوي_دي
د سومالیا خبري سرچینو د چهارشنبې په شپه خبر ورکړ چې د دغه هیواد د پوځ په عملیاتو کې د الشباب ترهګرې ډلې ۴۵ غړي وژل شوي دي.
(last modified 2023-06-21T21:50:26+00:00 )
Jun 22, 2023 02:11 Asia/Kabul
  • په سومالیا کې د الشباب لسګونه ترهګر وژل شوي دي

د سومالیا خبري سرچینو د چهارشنبې په شپه خبر ورکړ چې د دغه هیواد د پوځ په عملیاتو کې د الشباب ترهګرې ډلې ۴۵ غړي وژل شوي دي.

د سومالیا خبري سرچینو د چهارشنبې په شپه خبر ورکړ چې د دغه هیواد د پوځ په عملیاتو کې د الشباب ترهګرې ډلې ۴۵ غړي وژل شوي دي.

د ایرنا په وینا؛ د الشباب ترهګر د دغه هیواد په جنوب کې د «لوی شبلی» په ولایت کې له نړیوالو ملګرو سره د سومالیا د امنیتی ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شول.

ویل کیږي په دې عملیاتو کې چې څه باندې ۱۲ ساعته یې دوام وکړ، د الشباب څو مشران هم وژل شوي دي.

الشباب ترهګره ډله چې د ۲۰۰۴ کال په لومړیو کې یې خپل شتون اعلان کړ، د القاعده ډلې یوه څانګه ده چې په افریقا کې یې د ګڼو ترهګریزو عملیاتو مسوولیت په غاړه اخیستی چې په سومالیا کې یې سلګونه کسان وژلي دي.

دغې ډلې په ځلونو د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د افریقايي ټولنې پر حکومتي سرتېرو او سوله ساتو ځواکونو بریدونه کړي او د افریقا په نورو سیمو کې یې هم څو خونړي عملیات کړي دي.