Jul 09, 2023 13:55 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په پیل کې هم د ایران اړوند ورځپاڼې:

ابرار ورځپاڼه

د شاهچراغ (ع) پر زیارت د ترهګریز برید ترسره کوونکي په سزا ورسېدل

=============

په شېراز ښار کې د حضرت احمد بن موسی شاهچراغ (ع) پر زیارت د ترهګریز برید د دوو مجرمینو د اعدام حکم، پرون سهار ترسره شو.

د ایرنا د خبر له مخې، د دغه ترهګریز برید د عاملینو د محاکمې له پیل څخه، د شېراز او د دغه هېواد د نورو سیمو خلکو په دغه ترهګریز عمل کې د ککړو کسانو او ترهګرو ته د سختې سزا غوښتنه کړې وه.

د ۱۴۰۱ کال د لړم د میاشتې په څلورمه نېټه د چهارشنبې په مازدیګر، وسله والو کسانو د حضرت شاه چراغ (ع) د سپېڅلي زیارت پر زیارت کوونکو او خادمانو باندې په برید سره پر دوی ډزې وکړې، چې د فارس ولایت د چارواکو د وروستۍ اعلان له مخې، په دې پېښه کې ۱۳ تنه شهیدان  او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

د دغه ترهګریز بريد لومړى عامل له نيول کېدو مخکې ټپي شوى وو، چې روغتون ته له لېږدولو او له هلوځلو وروسته، په هلاکت ورسېد.

دغه کړنه چې پړه یې د داعش تکفیري ډلې پر غاړه واخیسته، په ملي او نړیواله کچه د غندلو څپه راوپاروله.

//////////////////

کیهان ورځپاڼه:

د زاهدان پر ۱۶مې پوستې په برید کې د دوه امنیتي کسانو شهادت او د ۴ ترهګرو په هلاکت رسېدل

==========

د سيستان او بلوچستان د پوليسو مشر وويل: د زاهدان پر ۱۶مې امنيتي پوستې د وسله والو کسانو د ترهګریز بريد له امله، دوه امنیتي کسان شهيدان او څلور تنه وسله وال ترهګر په هلاکت ورسېدل.

جنرال دوستعلي جليليان د زاهدان ښار د ١٦مې امنيتي حوزې په نښته کې د جزئياتو د بيانولو په ترڅ کې زیاته کړه: پرون سهار (شنبه) څلور تنه وسله وال ترهګر چې د مراجعينو په جامو کې د زاهدان د امنيتي پوستې ودانۍ ته د ننوتو هڅه کوله؛ چې د امنیتي پوستې د عمومي دروازې په ساتنه کې د سرتېرې په هوښیارۍ سره، ترهګر د پوستې اصلي سیمې ته د ننوتلو په لومړنۍ هڅه کې ناکام شول او د پولیسو له افسرانو سره د نښتې په لومړیو شېبو کې، یو تن ترهګر ووژل شو.

جليليان زياته کړه: په امنيتي پوسته کې د پوليسو د پياوړي شتون او د ترهګرو له ماتې وروسته، چې د پوليسو مرکز ته په ننوتلو کې بريالي نه شول، وسله وال بريدګر د امنيتي پوستې د ساتونکو برج ته ننوتل او په شاوخوا کې په ړندو ډزو سره، له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره  نښته پیل کړه.

هغه په ​​دوام سره وويل: "د پوليسو له سختو ډزو سره، ټول څلور تنه ترهګر چې تر خولې پورې په وسلو سمبال وو، د پېښې په ځاى کې ووژل شول او له هغوى څخه ۴ ميله وسلې، ۷  لاسي بمونه او څو ځانمرګي واسکټونه ترلاسه شوي."

د سیستان او بلوچستان د پولیسو مشر په دغه ترهګریز برید کې د پولیسو د دوو افسرانو مبین رشیدي او علیرضا کیخا د شهادت خبر ورکړ او ویې ویل: پولیس افسران د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکې پورې د اسلامي ایران د امنیت لپاره ولاړ دي.

د یادونې وړ ده؛ جیش العدل (جیش الظلم) ترهګرې او بېلتون غوښتونکې ډلې د زاهدان پر ۱۶مې پوستې د برید مسئولیت منلی دی.

////////////////

کیهان ورځپاڼه:

د الجزایر د بهرنیو چارو وزیر: له ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره چمتو یو

=============

آیت الله سید ابراهیم رئیسي د الجزایر د خلق ډیموکراټیک جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر احمد عاطف سره په کتنه کې، د استعمار پر وړاندې د الجزایر د ملت د انقلابي مخینې او مقاومت په ستاینې سره، له الجزایر سره دایران د اسلامي جمهوریت  د همکاریو پر پراختیا او د اړیکو د کچې پر ښه کولو ټینګار وکړ.

د الجزایر د خلق ډیموکراتیک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر احمد عاطف هم ډاکټر رئیسي ته د خپل هېواد د ولسمشر د تود هرکلي او نیکو هیلو د وړاندې کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ خورا ګټورو ټلفوني خبرو اترو ته په اشارې سره وویل: ښاغلي عبدالمجید تبون له دغو خبرو اترو سره سم، ما ته دنده سپارلې، چې تاسو جلالتمآب ته د الجزایر د هوډ، ارادې او له ایران سره د اړیکو د پراخولو لپاره د امکان تر ټولو لوړ چمتوالی خبر درکړم.

//////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې:

هېواد ورځپاڼه:

د قشقري د نفتو د استخراج چارې پيل شوې

==========

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ شهاب الدين دلاور سرپل ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د قشقري تاسيساتو د نفتو له څا ګانو څخه د نفتو د استخراج د لومړنيو چارو پرانيسته وکړه.

د يادو تاسيساتو د پرانيستلو پرمهال شيخ شهاب الدين دلاور وويل، چې د سرپل قشقري نفت د هېواد د اقتصاد مهمه سرچينه ده او له دې سرچينې څخه به د هېواد په آبادۍ کې کار واخيستل شي.

شېخ دلاور زياته کړه، چې په دې پروژه کې به د تخنيکي او غير تخنيکي کارکوونکو استخدام او د دغه کان له عوايدو څخه بيارغونې ته به د سرپل ولايت ته لومړيتوب ورکړل شي.

ورته مهال د سرپل ولایت مرستيال او سرپرست داملا محمد نادر حقجو وويل، چې طالبانو د هېواد په پرمختګ کې له داخلي سرچينو څخه خدمت کولو ته ژمن دي او هغه بنيادې کارونه، چې په تېرو شلو کلونو کې تر سره شوي نه وو، طالبانو تر لاس لاندې نيولي دي.

په همدې حال کې د ياد ولايت د امنيې قوماندان مولوي عبدالبصير مظهري د دغه ولايت د نفتو او ټولو کاني سيمو د بشپړ امنيت ډاډ ورکړ.

////////////////

هېواد ورځپاڼه:

قزاقستاني شرکتونو په افغانستان کې پر برښنا پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

============

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګريز استازي يسين تايف آرمان سره په کتنه کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اوبو او انرژۍ په برخه کې د ګډې همکارۍ په هکله خبرې کړي.

دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغې کتنه کې، په افغانستان کې د قزاقستان سوداګريز استازي د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د قزاقستاني شرکتونو د پانګونې له لېوالتيا څخه خبر ورکړی او د اوبو او انرژۍ وزارت له رهبرۍ څخه يې د پانګونې لپاره د زمينې په چمتو کولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په هېواد کې د انرژۍ سکټور پراختيا د افغانستان له بنسټيزو اړتياوو څخه بللې او زياته کړې ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري د پانګونې لپاره د زمينې د چمتوکولو په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه نه ده کړې او د بهرنيو پانګه والو له لېوالتيا څخه هم هر کلی کوي.

////////////////

مسیر ورځپاڼه:

ماليې وزارت د ۱۲ دولتي شرکتونو د بیا فعالېدو خبر ورکوي

============

مالیې وزارت وایي، له فعالیته د لوېدلو نږدې ۵۰ دولتي عایداتي شرکتونو یې ۱۲ هغه بېرته فعال او پاتې شرکتونه به د خصوصي سکتور په مرسته بېرته فعال کړي.

چارواکي وايي د معدنونو د راسپړلو او د قوش تپې په څېر د لويو پروژو سربېره یې د دولتي عایداتي شرکتونو د بیا فعالولو هڅه هم پیل کړې ده. د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي، د دولتي شرکتونو لپاره کافي بودجه نه لري، هغه شرکتونه، چې دوراني بودجه یې درلوده خو له فعالیت نه لوېدلي وه بېرته فعاله کړي دي.

حقمل وایي د دغه موخه د ترلاسه کولو لپاره باید د خصوصي سکټور سره تفاهم ته ورسوو او دا کار پیل کړو.

یو شمېر صنعتکاران وایي چې د اوسني عصر د تولید ماشینونه کوچني، لګښت یې کم، د تولید کچه یې خورا زیاته او د بازار له غوښتنې سره سم توکي تولیدولاي شي.

////////////////////

مسیر ورځپاڼه:

کندهار کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي

==========

کندهار کې د تېلو په عمومي سرای کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د کندهار ځايي چارواکي وايي دغه اور پرون مازدیګر مهال ولګېد خو د ښاروالۍ، د اوروژنې مدیریت، د دفاع وزارت اړوند د ۲۰۵ قول اردو او همدا راز د هوايي ډګر د تنظیفاتو پرسونل په همکارۍ ژر مهار شوی دی.‌ د کندهار د ولایت مقام پر ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې دې پېښه کې څو کسان برسېرن سوځېدلي، خو حالت یې د دوی په وینا د اندېښنې وړ نه دی.

ځايي چارواکو د دې اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي‌ ویلي او د دې جزئیات یې هم نه دي ورکړي، چې څومره مالي زیان به پکې اوښتی وي.‌‌ ویل کېږي، دغه اور یو ساعت دوام درلود خو د خپرېدو مخه یې نیول شوې او ډېرې زېرمې ترې ساتل شوي دي.

/////////////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

افغانستان د کرېکټ په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه

====================

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پرون (شنبه، ۱۷ د چنګاښ) د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې ته د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې د ۱۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د بنګله دېش په کوربتوب د دغه هېواد د چټوګرام ښار په لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

افغان توپوهونکو بنګله دېشۍ لوبډلې ته د ۳۳۲ ستر هدف ورکړ. په دې لړ کې د پېل توپوهونکو رحمان الله ګربز ۱۴۵ او ابراهيم ځدراڼ سل منډې وکړې. د دوی دواړو تر منځ د ۲۵۶ منډو اوږده ملګرتيا وشوه. دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې د هرې ويکيټې لپاره ستره او ريکارډ ملګرتيا وه.

که څه هم د افغانستان د پېل توپوهونکو تر توقع لوړه او غوره توپوهنه وکړه او داسې اټکل کېده چې ښايي افغان لوبډله ۴۰۰ ته نږدې هدف وټاکي، خو وروستي توپوهونکي د بنګله ديشي توپ اچوونکو پر وړاندې ونه ځلېدل.

د افغان توپ اچوونکو له لوري هم پېل ښه و او پر ۱۵ منډو د بنګله دېش لومړنی لوبغاړی د فضل الحق فاروقي په توپ وسوځېد.

افغان توپ اچوونکو لوبه تر خپل کنټرول لاندې ساتلې وه. په دې لړ کې راشد خان دوه، محمد نبي یو او همدارنګه مجيب الرحمن درې او فضل الحق فاروقي درې–درې لوبغاړي وسوځول.

په دې لړ کې د بنګله دېش لوبډله ونه توانیده چې ټاکلی هدف پوره کړي او په ۴۳ اورونو  کې یې د ۱۸۹ منډو په ترلاسه کولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د يادونې وړ ده چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې هم د درېیو یو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه په ۱۷ منډو ګټلې وه. د دې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې د دې لړۍ سیریز په خپل نوم کړ.

یاده دې وي چې افغان لوبډله به له بنګله دېش سره خپله وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د جولای پر ۱۱مه ترسره کړي.

///////////////////

ټیګونه