دافغانستان د شیعه عالمانوشوراد محرم په مناسبت بیانیه صادره کړه
دافغانستان د شیعه عالمانوشورادطالبانو له حکومته وغوښتل د محرم د ویر د دستورو د ترسره کولو لپاره د ځینو محدودیتونو د اعمالولو په اړه بیا کتنه وکړی .
زمونږ خبریال راپور راکوی دافغانستان د شیعه عالمانوشورا په یوه بیانیه کی وویل د طالبانو حکومت مسولانو د محرم د مدیریت د کمیټۍ له غړیو سره په کتنه کې د امنیتی ګواښونو په علت د محرم د پروګرامونو او ځایونو د محدودولو مسله مطرح کړه خوپه هغه غونډه کې چی د شیعه عالمانو شورا د مشر ، غړیو او لوړ رتبه عالمانو په شتون سره ترسره شوه ، د ویر د درستورو پهن ترسره کولو کی د محدودیت د اجرا په اړه د حکومتي مسولانو وړاندیز ونه منل شو او یو اوه کسیز پلاوې وټاکل شو چی په دې زمینه کی له طالب چارواکو سره سلاومشوره او هغو ته د افغانستان د شیعیانو پیغام ورسوي .
دافغانستان د شیعه عالمانوشورادطالبانو حکومت له مسولانو د قدرونې په ترڅ کې له هغو وغوښتل چی په محدودیتونو کې بیا کتنه وکړی تر څو حسیني ویرجن د تیرو کلونو په شان خپلې دستورې ترسره کړي .