میلیونونه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136422-میلیونونه_افغانان_کافي_خوړو_ته_لاسرسی_نه_لري
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي ویلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو هېوادونو د مرستو زیات اړمن خلک لري.
(last modified 2023-07-31T06:55:15+00:00 )
Jul 31, 2023 11:23 Asia/Kabul
  • میلیونونه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي ویلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو هېوادونو د مرستو زیات اړمن خلک لري.

د مسیر ورځپانې د خبر له مخې، د یاد شوي پروګرام اجرایوي مرستیال کارل سکاو ویلي، چې د نړۍ په کچه له ټولو هېوادونو څخه افغانستان په غذايي لحاظ په تر ټولو ناوړه وضعیت کې دی.

د هغه په خبره په دې هېواد کې ۱۶ میلیونه وګړي نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دې چارواکي ویلي چې ملګري ملتونه د بودجې د کمښت له امله مجبوره شوي چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې له میلیونونو خلکو سره د خوړو، نغدوپیسو او نورو برخو کې مرستې کړي.