حسیني اربعین له امام حسین ع سره د مینې نندره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137976-حسیني_اربعین_له_امام_حسین_ع_سره_د_مینې_نندره_ده
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د عراق له نجف اشرف څخه کربلا ته په تلونکي لاره کښې د حسیني اربعین د زیارتوالو لاریون ټول د کربلا په پاڅون کښې له حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه له شهید شویو ملګرو سره د مینې او عشق نندره ده.
(last modified 2023-09-03T06:44:16+00:00 )
Sep 03, 2023 11:09 Asia/Kabul
  • حسیني اربعین له امام حسین ع سره د مینې نندره ده

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د عراق له نجف اشرف څخه کربلا ته په تلونکي لاره کښې د حسیني اربعین د زیارتوالو لاریون ټول د کربلا په پاڅون کښې له حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه له شهید شویو ملګرو سره د مینې او عشق نندره ده.

د حسیني اربعین زیارتوال همدا اوس په دریو ورځو کښې له نجف ښار ته کربلا ته اتیا کلومیټره پورې لاره کچ کوي چې ځانونو په کربلا کښې د حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام زیارتونو ته ورسوي.

د حضرت امام حسین علیه السلام مینه وال چې ښځې ، سړي ، ماشومان او بوډاګان پکښې شامل دي له نجف څخه کربلا ته پلي ورځي او د کربلا د پیښې د پیړیو پیړیو له تیریدا سره سره د شهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د قربانۍ او د سرشیندنې قدرونه او احترام کوي.