چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
Sep 18, 2023 13:44 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر «ژیوچینک» د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په تعرفي ناسته کې ویلي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی او هیله یې ښودلې چې د تعامل په برخه کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، هغه زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ، معتقداتو او کلتور ته درناوی لري او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه کوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم ویلي چې چین د افغانستان ښه ګاونډی دی او افغانان یې په ښه نیت باوري کړي دي.
تر دې وړاندې د چین نوي سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره هم تعرفي لیدنې کړې دي.