د افغانستان د شیَعیانو دې په جدی توګه ساتنه وشي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139920-د_افغانستان_د_شیَعیانو_دې_په_جدی_توګه_ساتنه_وشي
د ملګروملتو دبشری حقوقو ځانګړي رپورټر د افغانستان د بغلان ولایت په پلخمري کې د امام الزمان جومات پر لمونځ  ګوزارو د ترهه ګرې حملې په غبرګون کې  د افغانستان د اهل تشیّع د جدي تحفظ غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-10-14T03:57:26+00:00 )
Oct 14, 2023 08:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان د شیَعیانو دې په جدی توګه ساتنه وشي

د ملګروملتو دبشری حقوقو ځانګړي رپورټر د افغانستان د بغلان ولایت په پلخمري کې د امام الزمان جومات پر لمونځ  ګوزارو د ترهه ګرې حملې په غبرګون کې  د افغانستان د اهل تشیّع د جدي تحفظ غوښتنه وکړه.

د ځاي سرچینو د راپور په اساس، پرون دبغلان ولایت په پلخمري ښار  کې په امام الزمان جومات په ترهه ګرې حملې کې  کابو دیرش لمونځ ګوزار  چې د خداي په درګاه کې د جمعې ورځې سربسجود وو شهیدان شوي او کابو شپیته نور هم  ټپيان شوي دي.

زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس  له قوله راپور راکړ، دملګروملتو دبشری حقوقو  ځانګړي رپورټر ریچرډ بنټ  نن سهار پخپل ایکس پاڼې کې په خپل  پیغام کې ولیکل ،  دافغانستان د اهل تشیّع  د هغې ابادۍ لپاره مخنیونکي، ساتونکي  او ځواب ویونکي  اقدامات چې هماغه شان ټارګټ کیږي، اړین دي . بنټ دغه حمله محکومه کړې او د قربانیانو له کورنیو سره ئې خواخوږي څرګنده کړې ده .

راپورونه ښئ چې  د بغلان د امام الزمان جومات د ترهه ګرې حملې  مسئولیّت هم د  نورو جنایتونو په شان داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستی او خپل اصلي هویّت ئې یو ځل بیا رابرسیره کړی دی.

Image Caption